د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۱

اکبر رستمي: راتلونکی کال به د وچکالۍ ګواښ هم له‌منځه لاړ شي


د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د واورو وروستیو ورښتونو هیله‌مند کړی چې راتلونکی کال به ګټور او حاصل‌خېزه کال وي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې د ښو حاصلاتو تر څنګ به د وچکالۍ ګواښ هم له‌منځه ولاړ شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په روان لمریز کال کې افغانان په ځینو سیمو کې د وچکالۍ او د اوبو د کمښت له ستونزو سره مخ وو.

د راپورونو له مخې په یو شمېر ولایتونو کې د اوبو د کمښت او د ورښتونو د نه‌کېدو له امله ځینو بزګرانو له کښته لاس اخیستی و.

په ورته وخت کې د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، د دوی وړاندوینې ښيي چې روان ژمی به زیاتې واورې وورېږي.

XS
SM
MD
LG