د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۳۰ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۵

کندهار کې د پوليو د له‌منځه وړلو ګرځنده ټيمونه ډېر شوي


په کندهار کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي اچول کېږي.

افغان چارواکي وایي، غواړي تر هغو ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين څاڅکي ورسوي چې په ولسوالیو او سوېلي ولایتونو کې د ځينو ستونزو پر بنسټ د پوليو واکسين له کمپاينونو پاتې کېږي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت چارواکي وایي، د وسله‌والو طالبانو له‌خوا کور په کور د پوليو د واکسین پر تطبيق له بنديز وروسته‌يې د دغه واکسین څخه د پاتې کېدونکو ماشومانو پورې د ګوزڼ ضد څاڅکو د رسولو په هدف خپل ګرځنده ټیمونه ډېر کړي دي.

د کندهار د کتلوي معافيت د پروګرام مشر ډاکتر عبدالشکور نصرت وایي چې په همدې هدف‌یې د کندهار ښار په دخولي دروازو کې ۱۵۰ د واکسین عملي کوونکي ټيمونه ګمارلي، څو له ولسوالیو او ګاونډيو ولایتونو څخه کندهار ښار ته داخلېدونکو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړي.

په کندهار کې د واکسین ورکولو ټیم
په کندهار کې د واکسین ورکولو ټیم

نوموړی وايي:

"هغه ساحې چې هلته لاسرسی نه‌وي ورته موجود، هلته موږ تقریباً د ۱۵۰ په شااوخوا کې نور ټیمونه ایجاد کړي، دا د لارو ټیمونه دي او د لارې څخه د تېرېدونکو کسانو ماشومان واکسین کوي."

نصرت زیاته کړه، د دې تر څنګ غواړي د کورنیو د هڅونې په هدف په خپلو کمپاينونو کې د سیمې د هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکو تر څنګ هغوی ته قلمونه او کتابچې هم ورکړي.

په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په ټول هېواد کې د پوليو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې ۹ مثبتې پېښې يې په جنوبي ولایت کندهار کې دي.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG