د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۲۷ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۸

د هند د بهرنیو چارو وزیره له خپل ایراني سیال سره پر افغانستان وغږېده


ارشیف، د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج له خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره

د هند د بهرنیو چارو وزیره له خپل ایراني سیال سره د افغانستان په اړه وغږېده.

هندي رسنۍ خبر ورکوي چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۹» سوشما سواراج او محمد جواد ظریف په نوې ډېلي کې د افغانستان د سولې پر روانو هڅو او د چابهار بندر د فعالیت پر پراخېدو خبرې وکړې.

د ۲۰۱۶ میلادي کال د مې په میاشت کې افغانستان، هند او ایران موافقه وکړه چې درې سره هېوادونه دې له چابهار بندره استفاده کوي.

د افغانستان د سولې په تړاو په وروستیو کې ایراني چارواکو وویل چې د طالبانو له مشرانو سره‌یې کتلي دي او په راتلونکي کې به هم له طالبانو سره ورته غونډې وکړي.

XS
SM
MD
LG