د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۳۴

د اسیا فوټبال جام: بحرین له ټایلنډ او هند له اماراتو سره مخ کېږي


ارشیف

د اسیا فوټبال جام لوبو په ترڅ کې به نن بحرین له ټایلنډ او هند له کوربه هېواد متحده عربي اماراتو سره مخامخ شي.

جاپان چې څلور ځله د اسیا جام اتل پاتې شوی دی، پرون‌یې ترکمنستان ته درې د دوو ګولونو په وړاندې ماتې ورکړه، بله لوبه د قطر او لبنان ترمنځ وشوه چې قطر دوه په صفر وګټله.

د اسیا د فوټبال په جام لوبو کې د ۲۴ هېوادونو ملي ټیمونو برخه اخیستې ده.

دا لوبې د شنبې په ورځ پیل شوې او د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG