د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۵ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۲۸

ایران: د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری نیول شوی


ارشیف، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي په یوه خبري غونډه کې

ایران د رسنیو هغه راپورونه تأیید کړل چې د امریکا د سمندري ځواکونو یو پخوانی سرتېری یې نیولی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې ۴۶ کلن مایکل وایټ چې کله ایران ته د جولای په میاشت کې تللی و، نیول شوی دی.

د ایران دولتي اژانس ایرنا پرون د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي په وینا خبر ورکړ چې مایکل وایټ نیول شوی دی، خو دا یې ونه‌ویل چې د هغه جرم څه دی او کله نیول شوی دی؟

قاسمي زیاته کړه چې ایران په لومړیو ورځو کې د متحده ایالاتو حکومت خبر کړی و چې دا کس په مشهد کې نیول شوی دی.

نیویارک ټایمز د وایټ د مور جوانا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، درې اوونۍ مخکې خبره شوه چې زوی یې د ایران په زندان کې دی.

جوانا وایي چې د ده زوی پنځه شپږ ځله مخکې هم ایران ته تللی و تر څو خپله ایرانۍ ملګرې وویني.

له دې پېښې سره ښایي د واشنګټن او تهران ترینګلې اړیکې نور هم پسې خرابې شي.

XS
SM
MD
LG