- واشنګټن پُست
واشنګټن پُست په مقاله کې د امریکا د ولسمشر پر دې پلان بحث کړی چې غواړي په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کم کړي.
واشنګټن پُست لیکلي، د امریکا پوځ د دې هېواد د تاریخ په تر ټولو اوږده جګړه کې راګېر دی او په داسې وخت کې د عسکرو پر کمولو غور کوي چې په ټولو جګړهییزو فعالیتونو کې ښکېل دی.
د سپينې ماڼۍ دوو چارواکو واشنګټن پُست ته ویلي چې ټرمپ په نهایت کې له افغانستانه د ټولو عسکرو ایستل غواړي.
د سپينې ماڼۍ دوو چارواکو واشنګټن پُست ته ویلي چې ټرمپ په نهایت کې له افغانستانه د ټولو عسکرو ایستل غواړي، خو دا ګړۍ ښايي تر ۷۰۰۰ کم شمېر عسکر وایستل شي.
د ورځپاڼې په وینا، د ټرمپ پوځي سلاکارانو هغه ته قناعت ورکړی چې په دې وخت کې په تدریجي ډول او د کم شمېر عسکرو ایستل غوره دی.
خو چارواکو ویلي چې وروستۍ پرېکړه نهده معلومه او حتی ممکنه ده چې ټرمپ په یوه وخت کې د ټولو عسکرو د ایستلو امر وکړي.
ډونالد ټرمپ ته نږدې سړي، سناتور لېندسي ګراهام وایي چې ولسمشر په افغانستان کې د امریکايي قواوو د پرمختګ له څرنګوالي ډېر سخت خواشینی دی، خو لېندسي ګراهام هم ویلي چې په یوه وار له افغانستانه د امریکا وتل به د یوه بحران معنی ولري.
واشنګټن پُست د امریکا د سمندري قواوو د مشر، د لويو درستیزانو د ګډې کمېټې د مشر او په افغانستان کې د امریکايي قواو د قوماندان له خولې لیکلي چې تر اوسه د ځواکونو د کمولو امر نهدی ورته شوی.
ورځپاڼې له طلوع ټلوېزیون سره د جنرال سکاټ مېلر دا خبره خپره کړې چې حتی که په افغانستان کې د ځواکونو د کمولو امر ورته وشي، امریکا به دافغانستان له امنیتي ځواکونو سره وي.
د امریکا د پوځ یوه متقاعد ډګروال چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې یې برخه درلوده، واشنګټن پُست ته ویلي: امریکايي چارواکي باید د عسکرو د ایستلو پلان بېرته کڅوړې ته واچوي ځکه مذاکرو ته زیان رسولائ شي.
هغه ویلي، یوازې هغه وخت چې طالبان د مذاکرو موافقه وکړي، پر دې پلان غور کېدلائ شي.
- اتلانتیک خپرونه
اتلانتیک خپرونې هم پر ورته مسئله، خو تر دې سرلیک لاندې چې (امریکا، عملاً له سوریې او افغانستانه نهوځي) مقاله خپره کړې ده.
په مقاله کې بیا هم د ډونالد ټرمپ پلان د عسکرو پلان او د مخالفتونو له امله د امریکا د دفاع وزیر، د داعش پر ضد د امریکا د عملیاتو د مشر او د پنټاګون درستیزوال استعفا ته اشاره شوې، خو وايي داسې کسان هم شته چې دا پلانیې ستایلی دی.
په افغانستان کې د امریکا جګړه هغه بېکاره هډوکی دی چې باید ایسته شي.
د بېلګې په ډول، سیاسي لیکوال رابرت کپلان نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه هغه بېکاره هډوکی دی چې باید ایسته شي.
د اتلانتیک د دې مقالې د لیکوال په باور، د ټرمپ د پرېکړې مخالفان او موافقان یوازې یو مشترک ټکی لري او هغه دا خیال دی چې ټرمپ په حقیقت کې له افغانستان او سوریې وځي.
خو اتلانتیک وايي چې حقیقت داسې نهدی.
په مقاله کې لیکل شوي: د جګړې او سولې پخوانی رسم دا و چې یوه قدرت به بل ته ماته ورکړه او بریالي ځواکونه به کور ته ستانه شول.
خو په دې عصر کې پېچلي کورني بحرانونه او د ترورېزم ضد عملیات هغومره ساده نهدي او د امریکا په څېر ستر قدرت، په حقیقي ډول هېڅکله د جګړې له ډګره نهوځي.