د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۶ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۲۴

روسیه: خپل ځواکونه افغانستان ته نه‌لېږو او نه پرې غور کوو


د روسیې او افغانستان ګډ بیرغونه

روسیې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې هېواد یې خپل ځواکونه افغانستان ته نه‌لېږي.

روسیه وایي، خپل ځواکونه افغانستان ته نه‌لېږي او نه پر دې اقدام غور کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف په نوې ډهلي کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې افغانستان ته د روسیې د ځواکونو استول اصلاً مطرح نه‌دی.

نوموړي وویل چې روسیه له ډېرې مودې راهیسې له افغان حکومت سره همکاري لري او دا همکاري د پیاوړي کېدو په حال کې ده چې یوې نوې مرحلې ته به ورسېږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړي چې څو ورځې وړاندې یې وویل چې د افغانستان ګاونډیان لکه پاکستان، روسیه او هند باید په افغانستان کې وجنګېږي.

XS
SM
MD
LG