د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۰

د بشري حقونو د څار اداره: په کُردستان کې ماشومان شکنجه کېږي


ارشیف، د عراق د شمال په کُردستان کې یو امنيتي سرتېری

د بشري حقونو د څار اداره وايي، د عراق د شمال په کُردستان کې امنيتي ځواکونه ماشومان شکنجه کوي.

د دې ادارې په خبره دغه ماشومان ځکه شکنجه کېږي چې اعتراف وکړي چې له داعش وسله‌والو سره اړيکې لري.

په امريکا کې دېره دغې ډلې په هغه راپور کې چې پرون خپور شو ويلي، له ٢٣ هغو زلميانو سره‌يې مرکې کړي چې محکوم شوي يا تور ورباندې لګول شوى چې په داعش پورې تړلي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې ويلي، د دغو زلميو له ډلې ١٦ ويلي چې د پوښتنو ګروېږنو په وخت کې شکنجه شوي دي.

ځينو ويلي چې په برښنايي کېبلونو، پلاستيکي پايپونو يا د نلونو په ذريعه وهل ټکول شوي.

څو تنو نورو بيا ويلي چې د برښنا شارټونه ورکول شوي دي.

د راپور په حواله د عراق د شمال په کُردستان کې د امنيتي ځواکونو له‌خوا دغه شکنجې په ٢٠١٧ او ٢٠١٨ میلادي کلونو کې شوي دي.

د کُردستان د محلي حکومت يوه سلاکار ديندار زيباري دغه ادعاوې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG