د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۵ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۱

د امریکا یو پخوانی سرتېری په نامعلوم تور په ایران کې بندي شوی


د ايران يو زندان

د امریکا د سمندري ځواک یو پخوانی سرتېری، د تېر کال د جولای میاشتې راهیسې په ایران کې بندي شوی دی.

د دې سرتېري او یو پخواني ایراني زنداني کورنۍ د ۴۶ کلن مایکل وایټ د زنداني کېدو خبر تأیید کړی دی، خو تر اوسه معلومه نه‎ده چې نوموړي په ایران کې په کوم تور بندي دی.

د ښاغلي وایټ مور د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، زوی یې هغه مهال ونیول شو چې تېر کال د خپلې ملګرې نجلۍ د لیدو لپاره ایران ته ولاړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مایکل وایټ له نیول کېدو خبر دي، خو په‎دې اړه‌یې ډېر جزئیات نه‎دي ورکړي.

وروسته له هغې چې تېر کال ډونالد ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې ووت د ایران او امریکا اړیکې ډېرې ترینګلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG