د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د ارزګان نوی امنیه قوماندان: قانون به پر ټولو یو شان تطبیقوم


د ارزګان نوی امنیه قوماندان محمد اعظم هاشمي
د ارزګان نوی امنیه قوماندان محمد اعظم هاشمي

د ارزګان ولایت لپاره نوی ټاکل شوی امنیه قوماندان وايي، په دغه ولایت کې به قانون پر ټولو یو شان تطبیقوي.

قوماندان محمد اعظم هاشمي دغه‌راز وویل چې پولیس به مسلکي کوي او اصلاحات به په‌کې راولي.

د ارزګان ولایتي شورا بیا له راغلي نوي امنیه قوماندانه غوښتنه وکړه چې په عمل کې کار ورته وکړي.

له تېرو څه کم درېیو کلونو راهیسې دا اتم امنیه قوماندان دی چې د مرکزي ادارې له‌خوا ارزګان ته استول کېږي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:17 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG