د ارزګان والي وايي، په دغه ولایت کې د کابل بانک او افغانستان بانک مسؤلین له خپلو مشتریانو پیسې اخلي او خلکيې له کارونو راضي
نهدي.
نوموړي د یادو بانکونو له مسؤلینو غوښتنه وکړه چې له دغو کارونو لاس واخلي.
والي محمد شفیق اسدالله سعید دغه خبرې نن دوشنبه په ولایت مقام کې د خصوصي سکټورونو لهخوا په یوه شوې غونډه کې وکړې.
د یادو بانکونو مسؤلینو چې په دغه غونډه کې یې ګډون کړی و او خبرې یې هم وکړې، خو په دې اړهيې څه ونهویل.
په ارزګان ولایت کې دا مهال عزیزي بانک، اسلامي بانک، کابل بانک او د افغانستان بانک فعالیت لري.
په دې اړه نور تفصیل د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: