د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

د افغانستان د سولې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو یو شمېر مطالب


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي. ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل ...

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، طالبانو ته یو شمېر نږدې سرچینو ویلي چې طالبان غواړي د سولې د خبرو راتلونکې ناسته د سعودي عربستان پر ځای په قطر کې جوړه شي، خو حکومت‌یې په جده کې غواړي.

ویسا لیکي:

د طالبانو یو لوړ رتبه غړي هم روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې وه راتلونکې میاشت په سعودي عربستان کې له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړو، خو ستونزه دلته ده چې سعودي عربستان او امارات زموږ او افغان پلاوي ترمنځ په خبرو ټینګار کوي چې موږ یې په هېڅ وجه نه‌منو او له همدې امله مو د جدې غونډه لغوه کړه.

د مطلب لیکوال لیکي، دا په‌داسې حال کې ده چې طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په جده کې د سولې د غونډې به اړه بې‌خبري ښودلې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د ایران او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي:

که څه هم ایراني چارواکو طالبانو سره د لیدنو کتنو هدف د افغان حکومت او نوموړې ډلې ترمنځ خبرو ته د زمینې برابرول ښودلي، خو افغان حکومت د ایران او طالبانو ترمنځ د وروستیو لیدنو په غبرګون کې وايي چې د سولې هڅې باید د دولت له لارې وشي.

د مطلب په دوام راغلي، که تهران وکولای شي چې طالبان افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي، کابل به‌یې تود هرکلی وکړي او په‌دې توګه به ایران د یو څنډې ته شوي نندارچي په توګه د افغانستان د سولې په مسئله کې په یو مهم لوبغاړي بدل شي.

خو لیکوال ټینګار کوي چې افغان حکومت باید دا موضوع ښه مدیریت کړي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا پاکستان ته د عمر داوودزي د سفر په اړه لیکلي دي.

د دنیا په دغه مطلب کې راغلي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس به د سې شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ اسلام‌اباد ته ولاړ شي.

د مطلب لیکوال د سولې د عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري په حواله لیکلي چې ښاغلی داوودزی به په پاکستان کې څلور ورځې تېرې کړي او د پاکستان صدراعظم عمران خان په ګډون به له یو شمېر مهمو پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د امریکايي سناتور لېندسي ګراهام په حواله لیکلي چې په افغانستان کې سوله د امریکا لپاره ډېره مهمه ده او پاکستان په‌دې سوله کې مهم رول لوبولی شي.

خو په مطلب کې راغلي چې نوموړي ویلي، پاکستان ته باید د دې همکارۍ په بدل کې د ازادې سوداګرۍ امتیاز ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG