د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

اکانومسټ ټایمز: افغانان اوس سوله غواړي


اکانومسټ ټایمز ورځپاڼې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی، افغانان اوس سوله غواړي.

اکانومسټ ټایمز لیکي، په روان ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات کېږي، خو د افغانانو لپاره سوله او امنیت لومړیتوب لري.

ورځپاڼه وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره په دې هېواد کې د سولې او ثبات راتګ د سیمې د هېوادونو په همکارۍ پورې تړلی دی.

د مقالې د لیکوال په باور، د سیمې د هېوادونو همکاري او همغږي به په افغانستان کې د دوامدارې سولې لپاره د یوه ميکانیزم په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

اکانومسټ ټایمز په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو په هکله د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړې ته په اشارې لیکي:

د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه به په داسې مهم وخت کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ انتخابات را روان دي او د دې پروسې د امنیت لپاره زیاتو سرتېرو ته اړتیا ده، منفي اغېز ولري.

ورځپاڼه وايي، متحده ایالات باید د افغانانو د ګټو په پام کې نیولو سره له پاکستان، ایران او روسيې سره خپلې هڅې همغږې کړي او بل لور ته افغانستان او پاکستان باید په خپلو کې د امنیتي مسئلو په اړه د همکارۍ په هدف د لارې یوه نقشه برابره کړي.

اکانومسټ ټایمز وايي، په افغانستان کې د سولې او امنیت لپاره دا مهمه او اړینه ده چې پاکستان پر خپله خاوره د ترورېستي ډلو پر ضد جدي مبارزه وکړي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش د دفتر یا سیګار د کار پر څرنګوالي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستي انتقاد په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د کابیني په وروستۍ غونډه کې وویل، د سیګار له خوا په افغانستان کې د امریکا د مرستو په اړه د پلټنو او موندنو د جزیاتو افشا کول معقول کار نه دی.

ډونالد ټرمپ ویلي چې د سیګار له خوا په افغانستان کې د اختلاس، د پیسو د حیف او میل او له مالي مرستو د ناوړه استفادې په اړه د جزیاتو خپرول له دښمن سره مرسته کوي او دا ډول راپورنه باید هر چا ته ښکاره نشي.

د متحده ایالاتو د دفاعي چارو متخصصې منډې سمیټ برګر واشنګټن پوسټ ته ویلي:

هر امریکايي وګړی حق لري چې پوه شي چې ایا متحده ایالات په افغانستان کې خپلو هدفونو ته رسېدلی او له دغه هېواد سره مالي مرستو نتیجه ورکړې او که نه.

مېرمن سمیټ برګر ویلي، د سیګار د راپورونو د خپرېدو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ څرګندونې د اندېښنې وړ دي.

سیګار یا د افغانستان له بیارغونې سره د امریکا د مرستو د سرمفتش دفتر په ۲۰۰۸ کال کې د کانګرس له خوا جوړ شو چې په افغانستان د لګول شویو ۱۱۵ میلیارده ډالرو په اړه تحقیق وکړي.

سرمفتش جان سوپکو په ۲۰۱۲ کال کې د دې دفتر د مشر په توګه وګمارل شو.

سیګار او د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تر اوسه پورې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ورستیو انتقادونو په اړه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG