د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

ویسا: سوله د عام ولس ستر ارمان دی، خو نه جدي غوښتنه ګڼل شوې او نه لومړیتوب!


کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې او جګړې په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړې دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، طالبانو په تازه څرګندونو کې د جدې له ناستې بې خبري ښودلې او وايي چې دغه ناسته د دوی په پلان کې نشته.

ورځپاڼه لیکي، تر دې وړاندې د ابوظبۍ په درې ورځنیو خبرو کې طالبانو د حکومت له پلاوي سره له لیدو ډډه وکړه، خو وروسته د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او نورو اړخونو د ابوظبۍ د خبرو په دوام په جده کې د بلې غونډې خبر ورکړ چې د روان زېږدیز کال په جنورۍ کې په پام کې وه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، سوله د عام ولس تر ټولو ستر ارمان دی، خو د حکومت، سیاسي ډلو، مدني فعالانو او طالبانو په اجنډا کې له بده مرغه دا نه جدي غوښتنه ګڼل کېږي او نه لومړیتوب ورته لري.

سرمقاله لیکونکي دا هم لیکلي چې حکومت که څه هم اوس د سولې د خبرو لپاره د پلاوي په ترکیب کې د بدلون خبره کوي، خو په خبره یې، ښه فرصتونه یې په بېځایه ځېل ضایع کړل.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د نوي زېږدیز کال په شپه د افغانستان په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ خبرو ته په اشارې سره لیکلي، په افغانستان کې جګړه د امریکا او ترهګرو جګړه ده چې زمونږ له هېواده د جګړې د لومړي خطر په توګه په کې استفاده کېږي.

په سرمقاله کې راغلي، دا د افغانستان خلک دي چې په دغه جګړه کې یې خپل هر څه له لاسه ورکړل.

ورځپاڼه لیکي چې نور نو د دغه هېواد خلکو ته پکار ده چې په یووالي سره څلوېښت کلنه جګړه او د دغه هېواد ناورین پای ته ورسوي.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپانې بیا په خپل یوه مطلب کې د فاکس نیوز په حواله لیکلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیال ویلي، ډونالد ترمپ بیاځلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د موضوع په ارزولو بوخت دی.

خو مایک پنس په ټینګار سره ویلي چې دا طرحه ورستۍ نه ده.

د نوموړي په حواله په مطلب کې دا هم راغلي چې په افغانستان کې د امریکا د جنګ لاره نه ده بدله شوې او د داعش او القاعده ډلو په وړاندې به جګړه روانه وي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د امریکا د پالېسۍ له مخې به پر طالبانو د سولې د خبرو لپاره نظامي فشارونه جاري وساتل شي.

XS
SM
MD
LG