د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

واشنګټن پُسټ: د ټرمپ څرګندونې د امریکا د کمونیزم ضد اصولو ماتول دي


د امریکا دوو معتبرو ورځپاڼو واشینګټن پوست او نیویارک ټایمز د افغانستان په اړه او پر دې هېواد د پخواني شوري اتحاد د یرغل په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په وړاندې د افغان چارواکو عکس العملونه خپاره کړي دي.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې په دې اړه په یوه لیکنه کې ویلي، افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې نوموړې د پخواني شوروي اتحاد له خوا په 1979 م کال پر افغانستان برید او ددې هیواد اشغال ستایلی و او هغه یې د ترهګرۍ پر ضد جګړه بللې وه.

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل” دا چې شوروي په افغانستان کې وو علت یې دا و چې ترهګر په روسیې پسې ورتلل“ د ټرمپ په وینا شوروي ”حق درلود چې هلته وي، خو ستونزه دا وه چې جګړه ډېره سخته وه.“

ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل” دا چې شوروي په افغانستان کې وو علت یې دا و چې ترهګر په روسیې پسې ورتلل“
ولسمشر ټرمپ د چارشنبې په ورځ د خپلې کابینې په غونډه کې وویل” دا چې شوروي په افغانستان کې وو علت یې دا و چې ترهګر په روسیې پسې ورتلل“

د واشنګټن پُسټ په وینا د ټرمپ دا څرګندونې د امریکا د جمهوري غوښتونکو د کمونیزم ضد اصولو ماتول دي.

واشنګټن پُسټ وايي، په کابل کې افغان چارواکي چې د افغانستان څخه د نیمايي امریکايي سرتیرو د وتلو راپورونو او د سولې داسې خبرو چې خپله دوی په کې ښکیل نه دي ستړي کړې د ټرمپ وروستیو څرګندونو نور هم هېښ کړي دي.

ورځپاڼې د ولسمشر محمد اشرف غني له دفتره خپره شوې خبرپاڼې ته اشاره کړې چې په کې یې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو پر ضد افغان جګړه د ازادۍ لپاره ملي پاڅون بللی دی او یادونه یې کړې چې پر افغانستان د شوروي یرغل هغه مهال د ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالاتو له خوا غندل شوی و.

واشنګټن پُسټ: امریکا د شوروي د یرغل په وړاندې د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې د افغانستان د ولسې جرګې د یو استازي صالح محمد صالح له خولې ویلي، د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې ورته ځکه حیرانونکې دي، چې دې هیواد د شوروي د یرغل په وړاندې د افغان مجاهدینو ملاتړ کاوه.

همدې ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت د پخواني ریس رحمت الله نبیل هغو ټویټونو ته هم اشاره کړې چې نوموړې په کې ویلي” ان روسیه هم دا خبره نه کوي او نه دا هڅه کوي چې پر افغانستان د شوروي یرغل توجیه کړي.“

  • نیویارک ټایمز

بلې امریکا ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم به ورته توګه د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په اړه د افغان چارواکو عکس العملونه په یوه لیکنه کې راټول کړې.

ددې لیکنې سرلیک دی” افغان چارواکو د ټرمپ له هغې ادعا سره اختلاف څرګند کړ چې وايي، پر دې هیواد د شوري یرغل د ترهګرۍ ضد جګړه وه. “

صلاح الدین رباني پر خپل ټویټر لیکلي” د شوروي یرغل د افغانستان له مځکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ څرګند تیری و .“
صلاح الدین رباني پر خپل ټویټر لیکلي” د شوروي یرغل د افغانستان له مځکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ څرګند تیری و .“

نیویارک ټایمز د ارګ پر عکس العمل سربېره د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین رباني هغه څرګندونې راخیستې چې نوموړې پر ټویټر خپرې کړې دي.

ښاغلي رباني پر خپل ټویټر لیکلي” د شوروي یرغل د افغانستان له مځکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ څرګند تیری و .“ د ښاغلي رباني په وینا ددې بله تشریح د تاریخي واقیعت له پامه غورځول دي.

XS
SM
MD
LG