د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۱

د اسیا د فوټبال جام سیالۍ په متحده عربي اماراتو پیلېږي


ارشیف
ارشیف

د اسیا د فوټبال جام سیالۍ سبا د شنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو پیلېږي.

د سږني کال د فوټبال د اسیا جام مسابقې تر پخوانیو سیالیو پراخې دي او په‌کې د ګډون کوونکو ټیمونو شمېر ۲۴ ته لوړ شوی دی.

ایران، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان هم دا ځل د اسیا جام په سیالیو کې ګډون کوي.

د ۲۰۱۵ میلادي کال د اسیا چام استرالیا ګټلی و او د سږکال په سیالیو کې جاپان تر ټولو مخکښ ټیم بلل کېږي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون بیا د ایران ټیم هم له هغو ډلو شمېري چې د جام احتمالي ګټونکی ثابتېدای شي.

په متحده عربي اماراتو کې د اسیا د فوټبال جام مسابقې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په‌دې سیمه کې سیاسي شخړې زیاتې شوي دي.

متحده عربي اماراتو ،بحرین او سعودي عربستان له قطر سره ډیپلوماتیکې ختمې کړي دي.

د راتلونکي ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه هېوادونه سعودي عربستان او قطر د اسیا جام په سبانیو مسابقو کې په ګروپي لوبو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.

XS
SM
MD
LG