د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۱ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۳۴

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون اسرائیل او ترکيې ته ځي


د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون وايي، اسرائیل او ترکيې ته به سفر وکړي او له سوريې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه به د دې دواړو هېوادونو له چارواکو سره خبرې وکړي.

ښاغلي بولټون په خپل تازه ټویټ کې ویلي دي چې په منځني ختیځ کې د ایران د نفوذ د مخنیوي پر لارو چارو به وغږېږي.

نوموړي ویلي چې ترکيې ته په سفر کې به له ده سره د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ هم ملګری وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې ډسمبر میاشت په ۱۹مه نېټه له سوريې د امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان وکړ.

د ولسمشر ټرمپ دې اعلان د امریکا پوځي مشران او د کانګرس غړي حیران کړل.

XS
SM
MD
LG