د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د کابل په مکروریانو کې د اورلګېدو پېښې ۳کسان وژلي او ۴۴ یې ټپیان کړي


روغتیا وزارت: کابل کې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

روغتیا وزارت: کابل کې د اورلګېدنې د پېښې تلفات ښايي زیات شي

د کابل په مکروریانو سيمه کې د اورلګېدو په پېښه کې د مړو او ټپیانو شمېر ۴۷ تنو ته رسېدلی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان وژل شوي او ۴۴ټپیان دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د اورلګېدو دغه پېښه تېره شپه په عبدالحق څلور لاري کې رامنځته شوه چې ۴۴ تنه په‌کې ټپیان شوي او درې نور وژل شوي دي، ټپیان په خپل وخت روغتونونو ته انتقال شوي، د یادونې وړ ده چې د شپږو تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی."

د کابل په مکروریانو سيمه کې د اورلګېدو پېښه
د کابل په مکروریانو سيمه کې د اورلګېدو پېښه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېد چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خپور شو.

تر اوسه د تیلو پمپ کې د اورلګېدو لامل نه‌دی څرګند، خو چارواکي وايي په‌دې تړاو یې پلټنې دوام لري.

په همدې حال کې د کابل د پولیسو د جنایي څېړنو رئیس محمد سالم الماس ازادي راډيو ته وویل چې د انساني تلفاتو ترڅنګ دغه پېښه مالي زیانونه هم لري.

ښاغلي الماس ازادي راډيو ته وویل چې په‌دغه پېښه کې د تیلو پمپ د له‌منځه تلو ترڅنګ له ۴۰ ډېر اپارتمانونه او نقلیه وسایط سوځېدلي دي.

د کابل د پولیسو د جنایي څېړنو رئیس محمد سالم الماس
د کابل د پولیسو د جنایي څېړنو رئیس محمد سالم الماس

"په‌دغه اورلګېدنه کې ۴۳ اپارتمانونه سوځيدلي او درې تنه وژل شوي همدارنګه ۷ موټرونه هم سوځيدلي دي او ګڼ مالیې زیانونه یې اړولي."

نوموړي وویل، پېښه د مکروریانو په سېمه کې د پولیسو نهمې حوزې ته نېږدې شوې ده.

د کابل په ښار کې د اور د لګېدلو دا لومړۍ پېښه نه‌ده، څه موده وړاندې هم د دغه ښار په مرکزي برخه کې په یو مارکیټ کې د اور د لګېدلو له امله دکاندرانو ته ډېر اقتصادي زیان رسیدلی وو.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG