د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

د پکتیکا ځوانانو د دغه ولایت د عامې روغتیا د چارواکو دفترونه تړلي


د پکتیکا ځوانانو د ولسونو پر مټ د دغه ولایت د عامې روغتیا د چارواکو دفترونه تړلي دي.

دوی وايي، دغه کار یې په‌دغه ریاست کې د فساد د مخنیوي او د ډاکټرانو د ناروا کړنو له امله ترسره کړی دی.

نوموړو ازادي راډیو ته وویل، څو پورې چې د دغه ریاست دوه تنه چارواکي یو تن د همکارې موسېسې «OHPM» مشر او یو ډاکټر له دندې ګوښه شوي نه‌وي او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي نه‌وي، تر هغې به دغه دروازې تړلې وي.

د دغه ولایت ځوانان او مدني فعالان وايي:

"خوشال تسل یم، څلور عمده غوښتنې لرو چې څلور واړه یې د ولس په ګټه دي.

-مدني فعال عظمت کټوازی یم، که دولت دغه ستونزې ته په جدي توګه د حل‌لاره ونه لټوي د سیمې ډېری اوسېدونکي په ځانګړي توګه ناروغان به له ستونزو سره مخ شي.

-محمد نبي زیارمل یم، دغه کسانو له ولس سره جفا کړې، که دولت یې ونه‌نیسي او څارنوالۍ ته یې معرفي نه‌کړي، دا کار به د پکتیکا ولسونه په خپله ترسره کړي او دوی به جرمانه کړي."

بل لورته بیا د پکتیکا دولتي چارواکي وايي، په‌دې اړه په ولایت کې بېړنۍ غونډه رابلل شوې، څو د دغې پېښې څېړنه وکړي.

د ولایت ویاند محمد الرحمن ایاز ازادي راډیو ته وویل:

"پرېکړه وشوه که څوک هم ګرم وبلل شي، نو عدلي او قضايي ارګانونو ته به وپېژندل شي. "

دا پېښه له هغې وروسته پېښېږي چې په پکتیکا ولایت کې یو نوی زېږېدلی ماشوم له دغه ولایته کابل ته د درملنې په هدف د وړلو له‎پاره پر لاره په امبولانس کې ساه ورکړه چې د پکتیکا ځوانان یې لامل په پکتیکا روغتون کې د ماشومانو د څانګې یو ډاکټر بولي.

دوی وايي، که یوې خوا ته دغه ډاکټر پر لاره دغه ماشوم ته اکسیجن نه‎دی ورکړی او درملنه یې نه‎ده کړې، خو بلې خوا له مرګه وروسته یې د ماشوم مور او پلار په نیمه لاره کې له امبولانسه ښکته کړي او دی کابل ته تللی دی.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د تورونو چارواکو نظر هم واخلي، خو بریالۍ نه شوه.

راپور: حبیب الرحمن تأثیر-پکتیکا

XS
SM
MD
LG