د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۴ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۶

روسیه وايي، فرانسې یو پخوانی مالي مسوول ورسپارلی


روسیه وايي، فرانسې یو پخوانی مالي مسوول ورسپارلی چې د درغلیو په څو قضیو او پیسو سپینولو کې د لاس لرلو په تور محاکمه شي.

الیکسي کوزنیڅوف له اوږدو قانوني ناندریو وروسته پرون پنجشنبه د روسیې د محبس د خدماتو او د انټرپول د روسيې څانګې غړیو ته وسپارل شو.

فرانسوي چارواکو تراوسه پورې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

کوزنیڅوف د ۲۰۰۰ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ د مسکو د سیمې د مالیې د وزیر په توګه کار کړی دی.

د څېړونکو په وینا ده او په جرم کې یې شریکانو سیمه‌ییز حکومت ته د ۱۱ میلیارد روبلو چې ۱۶۰ میلیون ډالره کېږي، تاوان اړولی دی.

XS
SM
MD
LG