د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۵:۵۴

واشنګتن ایکزماینر : ډانالډ ټرمپ په خپله، خپله ستراتیژي ترسوال لاندې راوسته


  • واشنګتن ایکزماینر

واشنګتن ایکزماینر ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې ده او لیکي چې ډانالډ ټرمپ په خپله، خپله ستراتیژي ترسوال لاندې راوسته.

طالبان باید پوه شي چې دوی د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر ټرمپ چې کله د ۲۰۱۷ کال په اوړي کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره ستراتیژي په دې هدف اعلان کړه چې طالبان وپوهوي چې متحد ایالتونه به له افغانستانه پښې سپکې نه کړي او طالبان باید پوه شي چې دوی د جګړې له لارې نه شي بریالي کیدای.

د ورځپاڼې په باور کانګرس ته د امریکا د دفاع وزارت د ډسمبر د میاشتې د راپور له مخې هم دا څرګنده شوه او په دې راپور کې راغلي و چې د بریالیتوب بنسټ دا دی چې د طالبانو پرضد پایداره پوځي حضور ولرو.

ولسمشر ټرمپ پخوانی دفاع وزیر جیمز متیس ملامته کړ او ویې ویل هغه چې په افغانستان کې څه کړې دي، ښه یې نه دې کړي او زه ورسره خوشاله نه یم.
ولسمشر ټرمپ پخوانی دفاع وزیر جیمز متیس ملامته کړ او ویې ویل هغه چې په افغانستان کې څه کړې دي، ښه یې نه دې کړي او زه ورسره خوشاله نه یم.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د دې ستراتیژي په برخه کې خپله بې صبري ښکاره کړه او ویې ویل چې پرمختګ نه ترسترګو کیږي، ده پخوانی دفاع وزیر جیمز متیس ملامته کړ او ویې ویل هغه چې په افغانستان کې څه کړې دي، ښه یې نه دې کړي او زه ورسره خوشاله نه یم.

  • اینډپنډنټ

اینډپنډنټ ورځپاڼې هم د متحد ایالتونو د ولسمشر د چهارشنې د ورځې خبرو ته اشاره کړې ده او لیکي چې ډانالډ ټرمپ د افغانستان په قضیه کې د نړیوالو د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

ټرمپ د کابینې له غونډې وروسته د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ولې روسیه په افغانستان کې نه شته، ولې هند نه شته، ولې پاکستان نه شته او ولې امریکا له ۶ زره مایله لرې هلته حضور لري.

د امریکا جمهور رییس بیا وویل چې ځیني هیوادونه دوسوه پوځیان ولیږي بیا سل ځله ماته وایي چې ستاسو لپاره مې عسکر استولي.

اینډپنډنټ ورځپاڼې وړاندې د هند د صدراعظم نریندر مودي په اړه د ټرمپ خبرې رااخیستې دي چې ویې ویل، مودي بیا بیا دا خبره کړې ده چې ما په افغانستان کې کتابخانه جوړه کړې ده او تاسو پوهیږئ چې په افغانستان کې یوه کتابخانه په دغه ځای کې زموږ د پنځو ساعتونو له لګښت سره برابره ده.

  • میل ان لاین

میل ان لاین خپرونې هم د هند په اړه د ولسمشر ټرمپ خبرې رااخیستې دي او لیکي چې د دې خبرو په ځواب کې هند په یوه بیان کې د پنجشنبې په ورځ وویل چې هیواد یې په افغانستان کې پر رغاونې درې میلیاډه ډالر لګولي دي.

هند د افغانستان په رغاونې کې ډیره ښه ونډه اخیستې ده چې د عامو افغانانو په ژوند کې ورسره د پام وړ بدلون راغلی دی.
هند د افغانستان په رغاونې کې ډیره ښه ونډه اخیستې ده چې د عامو افغانانو په ژوند کې ورسره د پام وړ بدلون راغلی دی.

په دې بیان کې وړاندې راغلې دي چې هند د افغانستان په رغاونې کې ډیره ښه ونډه اخیستې ده چې د عامو افغانانو په ژوند کې ورسره د پام وړ بدلون راغلی دی.

میل ان لاین بیا په افغانستان کې د هند یوشمیر پروژو ته اشاره کړې ده او د واکمن ګوند بهاراتیا جانتا د یوه مشر رام مودهاف خبره یې د هغه له ټویټره اقتباس کړې ده چې لیکلي یې دي، هند په افغانستان کې ژوند رغوي.

  • واشنګتن پُسټ

واشنګتن پُسټ ورځپاڼې بیا د ولسمشر ټرمپ دا خبره رااخیستې ده چې ده په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد یرغل ستایلی او ویلي یې دي چې دا د ترهګرو پرضد جګړه وه.

ورځپاڼې په دې ارتباط د افغانستان د حکومت عکس العمل هم رااخیستې دی چې په یوې اعلامیې کې یې په دې اړه له واشنګتن څخه وضاحت غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG