د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ کب ۱۳۹۷ کابل ۰۶:۴۳

واشنګټن پُسټ: ولې روسیه د سولې د خبرو د کوربه‌توب هلې ځلې کوي؟


په مسکو کې د روسیې په کوربه‌توب د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي او طالبانو غونډه/ د ۲۰۱۸ کال د نومبر میاشت

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو پر دې اندېښنې مطالب خپاره کړي چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل، نو ګاونډیو هېوادونو ته به د افغانانو د مهاجرت ستر بهیر پیل شي.

د افغانستان دوه ګاونډي پاکستان او ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د ملیونونو افغان کډوالو کوربانه دي او تل‌یې خپل هېواد ته د هغو د ستنېدو غوښتنه کړې ده.

پر دې موضوع سربېره د افغانستان په اړه بله مسئله چې لوېدیځو ورځپاڼو ته مهمه ښکاره شوې په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د غوڅ ملاتړ مأموریت د عمومي قوماندان څرګندونې دي.

  • دې هېل

دې هېل ورځپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په کابل کې د ناټو په مرکزي قوماندانۍ کې خپلو پوځیانو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې خبرې ممکن بریالۍ یا ناکامې شي، نو پایلو ته‌یې چمتو واوسي.

جنرال سکاټ مېلر
جنرال سکاټ مېلر

ده همداراز له خپلو پوځیانو وغوښتل چې هرې نتیجې ته تیار واوسي ځکه چې ممکن له طالبانو سره د سولې خبرې نتیجه ورکړي او یا ناکامه شي.

جنرال مېلر له افغانستانه د ۷ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ پلان ته له اشارې پرته د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سیاسي حل لارې پر ضرورت تأکید وکړ.

  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه خپله لیکنه په دې پوښتنه پیل کړې: روسیه سره له دې چې پوهېږي چې هڅه‌یې نه‌بریالۍ کېږي، ولې بیا هم د افغانستان د سولې د خبرو د کوربه‌توب هلې ځلې کوي؟

واشنګټن پُسټ: د مسکو غونډه ناکامه وه. طالبانو د افغانستان ولسمشر غیر مشروع وباله.

​په دې لیکنه کې چې سامویل راماني لیکلې، د نومبر په میاشت کې د مسکو د غونډې یادونه شوې چې د افغانستان د سولې د شورا او د طالبانو استازو په‌کې ګډون وکړ.

د لیکوال په نظر د مسکو غونډه ناکامه وه.

طالبانو د افغانستان ولسمشر غیر مشروع وباله، د افغانستان حکومت تور ولګاوه چې روسیې په دې غونډې طالبانو ته د مشروعیت ورکولو او نړیوالې صحنې ته د هغوی د راوستلو هڅه وکړه.

واشنګټن پُسټ: روسیه سره له دې چې پوهېږي چې هڅه‌یې نه‌بریالۍ کېږي، ولې بیا هم د افغانستان د سولې د خبرو د کوربه‌توب هلې ځلې کوي؟
واشنګټن پُسټ: روسیه سره له دې چې پوهېږي چې هڅه‌یې نه‌بریالۍ کېږي، ولې بیا هم د افغانستان د سولې د خبرو د کوربه‌توب هلې ځلې کوي؟

خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو غونډه تاریخي وبلله او ویې‌ویل چې د سولې لور ته مخ په وړاندې ګام و.

لیکوال په دې اړه چې روسیه له دې سره سره ولې غواړي چې د سولې د خبرو کوربه‌توب ته دوام ورکړي، وايي چې د ده څېړنه ښيي چې د کرملېن دلچسپي د خپلو اتباعو په منځ کې له شهرت سره ده.

د روسیې حکومت د کړکېچونو له دیپلوماسۍ څخه د خپل ځان په وړاندې د روسیې د خلکو د ذهنیت د ښه کولو لپاره ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG