د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۷ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۱۸

خبرونه

په ترکمنستان کې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي

د ترکمنستان بیرغ

په ترکمنستان کې هغه نوى قانون نافذ شو چې پر اساس‌یې د الکولي مشروباتو خرڅلاو محدود کېږي.

د دغه قانون پر اساس له پرون سې شنبې «د جنورۍ له لومړۍ» په رېل‌ګاډو، الوتکو، کښتيو او ورزشي مرکزونو کې الکول منع شوى دى.

ترکمنستان، د اقتدار غوښتونکي ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف له‌خوا اداره کېږي.

محمدوف، د خپل هېواد وګړي هڅولي چې سپورټ ته مخه کړي.

د ترکمنستان ولسمشر ويلي چې خپل هېواد به تر ٢٠٢٥ میلادي کاله پورې له تنباکو پاک اعلان کړي.

د ترکمنستان د وګړو شمېر ٥ میليونه او ٦ لکو ته رسېږي چې اکثريت‌يې مسلمانان دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

هانګ کانګ کې پولیسو د حکومت ضد مظاهره کوونکي محاصره کړي

هانګ کانک کې اعتراضونه

د هانګ کانګ د پولیتخنیک پوهنتون انګړ اوس هم د پولیسو په محاصره کې دی .

پولیس د شپې مهال له سلګونو حکومت ضد مظاهره کوونکو سره لاس او ګریوان وو .

پولیس افسرانو نن سهار وویل، د لسګونو هغو اعتراض کوونکو پر ضد چې د تېښتي هڅه یې کوله، اوښکې بهوونکی ګاز، ربړي مرمۍ او لرګي کارولي دي.

معترضانو له څو ورځو راهیسي د دغه پوهنتون انګړ په خپل کنټرول کې نیولی دی .

یو شمیر اعتراض کوونکي نیول شوي هم دي.

پولیسو ویلي، اعتراض کوونکي کولی شي د پوهنتون له انګړه ووځي، خو له هغوی څخه یې غوښتي چې وسلې پر ځمکه کیږدي او ماسکونه لیري کړي.

هانګ کانګ له شپږو میاشتو راهیسي د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .

معترضان پر هغه څه غوصه دي چې دوی یې د پیکنګ لخوا د هانګ کانګ محدودیت بولي .

ګرجستان کې د پارلمان د پرېکړې پر خلاف لاریونونو دوام

ګرجستان کې مظاهرې

اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.

نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ.

د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې د پارلمان ودانۍ له مخې د دغو اعتراض کوونکو د لیري کیدو له پاره به اقدام وشي که څنګه.

غربي دیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې ښایې دا اعتراضونه په تاوتریخوالي واوړي.

د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې ټولني د نومبر پر ۱۷مه د ګرجستان له حکومت ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتي چې آرامې او د درناوي وړ مذاکرات پیل کړي.

په ګرجستان کې د اروپایې ټولني پلاوي او هم د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د تصویب په اړه د پارلمان د ناکامۍ له کبله د ګرجستان ټولنې د لویې برخې ژوره مایوسي مني.

معترضان ادعا کوي چې مختلط انتخاباتي نظام د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی.

په بغلان ولایت کې پولیسو ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد ونیول

ارشیف

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادۍ راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو د عقرب میاشتې په ۲۱مه نېټه په پلخمري ښار کې ۲۵ کیلوګرامه هیرویین ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړل شوي او په پام کې وه چې یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق شي.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د یوه موټر د تلاشۍ پر مهال شپږ کیلوګرامه چرس ونیول او په دې تور یې درې کسان هم نيولي دي.

د بغلان ترافیکي پېښې یو تن وژلی او څلوېښت نور یې ټپي کړي

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

په بغلان کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو تن وژل شوی او څلوېښت نور ټپیان دي.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت نن آزادي راډیو ته وویل چې دا پېښه د یوه مسافر وړوړنکي بس د چپه کېدو له کبله رامنځته شوې ده.

دغه پېښه د بغلان ولسوالۍ په ګرداب سیمه کې شوې ده.

په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ښاغلی بشارت زیاتوي چې ټپیان سیمه ییزو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.

تر دې وړاندي تر ډېره د افغانستان په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې موټر چلوونکي په تېزچلونې او بې احتیاطۍ تورن شوي دي.

هرات کې فابریکه لرونکو د بهرنیو غنمو پرځای خپل کورني اخیستي

ارشیف

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، د هرات د اوړو د تولید فابریکه لرونکو سږ کال د سوداګرۍ خونې په همکارۍ د بهرنیو غنمو پرځای، کورني غنم اخیستي دي.

د دغې خونې مرستیال توریالي غوثي نن ازادي راډيو ته وویل چې د هرات تولیدي فابریکو دغه غنم له بیلابیلو ولایتونو اخيستې دي.

هغه زیاته کړه: "فابریکو دغه غنم له غور، بادغیس، فراه، نیمروز او هلمند څخه د هرات فابریکو اخیستي دي چې دا کار د بزګرانو له هرکلي سره مخ شوي."

نوموړي وویل چې دغه اقدام د بزګرانو د هڅونې او د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لامل شوی.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، تر دې وړاندې اوړه له قزاقستان او پاکستان څخه راتلل چې په ګرانه بیه پلورل کېده.

دوو لاسي بمي چاودنو ۴ سرتېري او ۱ ملکي وګړی ټپي کړي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن کابل کې د دوو لاسي بمونو د غورځولو له امله د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپي شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په یوه تازه ټویټ کې ویلي، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ بجې د کابل نولسمې حوزې اړوند د نظامي روزنیز مرکز ته نږدې دوه لاسي بمونه غورځول شوي دي.

دغه نظامي مرکز د کابل څرخي پله سیمه کې موقعیت لري.

رحیمي له دې وړاندې په ټویټ کې لیکلي و چې دوو پرلپسې انتحاري چاودنې وشوې.

تېره چهارشنبه د کابل قصبې سیمه کې د موټربم چاودنې له امله د زده کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۲ کسه ووژل شول.

په دې برید کې د یوه خصوصي امنیتي شرکت کاروان تر برید لاندې راغلی و.

د دواړو پېښو مسئولیت تر اوسه کومې چا یا ډلې پر غاړه نه ده اخیستی.

هرات، بلخ، کونړ او لغمان کې د کبانو روزنې ۸۰ فارمونه جوړېږي

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

په هېواد کې د کبانو روزنې ۸۰ نوي فارمونه جوړېږي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه به د کال ترپایه په هرات، بلخ، کونړ او لغمان ولایتونو کې جوړ شي.

هغه زیاته کړه: "د کبانو د روزنې د ۸۰ فارمونو د جوړېدو کار په جریان کې دی، او د کال تر وروستیو پوري به بشپړ شي، له دغو اتیا فارمونو څخه ۲۰ په هرات،۲۰ په بلخ،۲۰ په لغمان او کونړ کې تر کار لاندې دي چې یو شمېر یې بشپړ شوي او یو شمېر نور به دکال تر وروستیو پورې بشپړ شي."

نوموړي وویل، تردې وړاندې د کرنې وزارت او خصوصي سکټور په مرسته د هېواد په کچه د کبانو د روزنې څه باندې دوه زره فارمونه جوړ شوي دي.

د کبانو د روزنې د دغو فارمونو د تولید کچه په کلني ډول څه باندې ۱۰ زره مټریک ټنو ته رسیږي او زرګونو کسانو ته په کې د کار زمینې برابرې شوي دي.

بل خوا اقتصادي کارپوه میرویس افغان وايي، په هېواد کې د کبانو د روزنې لپاره څه ناڅه فرصتونه برابر شوي خو په وینا یې، د کبانو د خرڅلاو لپاره هم باید کار وشي او يو ځانګړى بازار ورته جوړ شي.

کابل کې د نشه يي موادو درې قاچاق کوونکي ونیول شول

ارشیف

په کابل کې درې کسان هغه مهال ونیول شول چې نږدې ۳۰ کیلوګرامه نشه يي مواد یې قاچاق کول.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فرامرز فردوس ازادۍ راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې پولیسو د سر کوتل په سیمه کې ۱۵ کیلوګرامه تریاک او ۱۰ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې یې کابل ښار ته انتقالول.

په دوهمه پېښه کې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال دوه کیلوګرامه ښیښه ونیوله او په دې تور یې دوه خرڅوونکي هم نیولي دي.

د زابل ولایت پولیسو څه د پاسه سل کیلوګرامه ښیښه ونیوله

ارشیف

د زابل ولایت امنیه قومندان نجیب الله سرتېر ازادي راډیو ته وویل، قاچاق وړونکي هڅه کوي چې زابل د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل کړي، خو د لارو په اوږدو کې يې د پولیسو پوستې مخه نیسي.

په دې وروستیو کې د زابل پولیسو ۱۰۳ کیلوګرامه ښیښه او ۲۰ لېټره تېزاب ونیول چې کابل ته قاچاق کېدل.

تالقان کې د یوه صراف پر وژل کېدو د صرافانو اعتراض

په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د صرافانو کاروبار اغېزمن شوی دی.

د تخار ولایت په مرکز تالقان کې د یوه صراف له وژل کېدو وروسته د دې ښار صرافانو او زرګرانو د ناامنۍ په اعتراض کې خپل دکانونه بند کړل.

پرون (یکشنبه) سهار نامعلومو وسله‌والو یو صراف په خپل دکان کې وواژه او سره زر او پیسې یې ورڅخه غلا کړل.

له دې پېښې وروسته د تالقان ښار اکثرو صرافانو او زرګرانو خپل دکانونه بند کړل او له حکومت څخه‌یې وغوښتل چې د دوی امنیت خوندي کړي.

دوی اعتراض لري چې له څه مودې راهیسې په تالقان کې وسله‌والې غلاوې ډېرې شوي او له کبله‌یې د دوی کاروبار اغېزمن شوی دی.

د ملکي مرګ ژوبلو په اړه د پکتیا له مشرانو سره د ټاکل شوي پلاوي کتنه

ارشیف

د ملي امنیت شورا دفتر د لوی سلاکار په مشرۍ یوه پلاوي د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالي کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعاوو په اړه د پکتیا له چارواکو او قومي مشرانو سره وکتل.

په ولسي چارو کې د ملي امنیت شورا د دفتر د لوی سلاکار سرور احمدزي په مشرۍ پلاوي پرون (یکشنبه) د پکتیا له والي شمیم کټوازي، د امنیتي ادارو له مشرانو او د ولایتي شورا له رئيس او غړو، د ځاځي اریوب ولسوالۍ له مخورو او ځوانانو سره د پېښې په اړه خبرې وکړې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې تېره اوونۍ د دې ولسوالۍ په علي سنګیو سیمه کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې یو شمېر ملکیان وژل شوي دي.

محب د چین له سفیر سره د پیکېنګ پر بین‌الافغاني غونډې خبرې وکړې

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پرون (یکشنبه) په کابل کې د چین له نوي سفیر وانګ یو سره د پیکېنګ د بین‌الافغاني غونډې په اړه خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې وايي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د پیکېنګ د بین‌الافغاني خبرو لپاره چمتووالی لري.

تر اوسه پورې په چین کې د افغانانو ترمنځ د غونډې نېټه نه‌ده اعلان شوې.

له بلې‌خوا د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان پرون (یکشنبه) په کابل کې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره د پیکېنګ پر بین‌الافغاني غونډې خبرې وکړې.

دوی دغه‌راز د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر غونډې هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې دا غونډه په راتلونکو څو اوونیو کې په کابل کې جوړه شي.

د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د ارزونې لومړنۍ غونډه د روان کال د جوزا په ۲۶مه نېټه په اسلام‌اباد کې وشوه.

په هرات کې چاودنې ۶ تنه ژوبل کړل

ارشیف

د هرات ښار د صرافانو مارکېټ ته نږدې د یوه مقناطیسي بم په چاودنه کې د ۳ ماشومانو په ګډون ۶ تنه ژوبل شول.

دا پېښه پرون (یکشنبه) مازدیګر وشوه.

د روغتون مسؤلان د دوو ماشومانو او یوه سړي روغتیايي وضعیت نازک ښيي.

چاودنه د پولیسو په یوه رنجر موټر پورې د نښلول شوي بم په نتیجه کې وشوه.

پاپ فرانسېس بې‌وزلو ته مېلمستیا وکړه

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس یو نیم زر تنو بې‌کورو او بې‌وزلو ته غرمنۍ ورکړه.

پاپ فرانسېس پرون غرمه (یکشنبه) په داسې حال کې په واتیکان کې بې‌وزلو ته مېلمستیا وکړه چې کاتولیکې کلیسا د بې‌وزلو نړیواله ورځ ولمانځله.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر مخکې تر دې چې غرمنۍ ته بې‌وزله وروبولي، د واتیکان په سینټ پیټر میدان کې وویل، هغو کسانو ته دعا کوي چې د ښه ګډ ژوند د رامنځته کولو په هدف په خپلو نوښتونو تر ټولو بې‌وزلو خلکو ته هیلې ورکوي.

ده وروسته د واتیکان په یوه ستر سالون کې له خپلو مېلمنو سره د غرمې ډوډۍ وخوړه.

د فرانسې کورنیو چارو وزیر د شنبې ورځې مظاهره‌چیان بدمعاشان وبلل

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر، هغه کسان سپک او بدمعاشان وبلل چې د ژېړ واسکټو په نوم د حکومت ضد غورځنګ د پیل د لومړۍ کالیزې په مناسبت‌یې د شنبې د ورځې په مظاهرو کې تاوتریخوالی وکړ.

ده وویل، څه چې د شنبې په ورځ ولیدل شول، کم شمېر یې حقیقي مظاهره‌چیان خو زیات‌یې د کوڅو خلک (لوچک) ول.

مظاهره‌چیانو موټرونو ته اور ورته کړ او د پولیسو خوا ته‌یې تیږې او بوتلونه وغورځول.

د فرانسې پولیسو د مظاهره‌چیانو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له ټانکرونو څخه کار واخیست.

دا مظاهرې د ژېړ واسکټو د غورځنګ د پیل د لومړنۍ کالیزې په مناسبت وشوې.

د تېر کال په نومبر کې یو شمېر خلکو چې ژېړ واسکټونه‌یې اغوستي وو، په فرانسه کې د عادلانه اقتصادي اصلاحاتو لپاره اعتراضونه پیل کړل.

د فرانسې پولیسو د روانې اوونۍ د شنبې د ورځې د مظاهرو په لړ کې ۲۶۰ تنه ونیول.

په دې مظاهرو کې شااوخوا ۲۸ زره تنو برخه لرله.

لوکاشینکا د بلاروس د ولسمشرۍ بلې دورې ته ځان کاندیدوي

لوکاشینکا دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د دغه هېواد خلکو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړ.

د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا وايي، د ولسمشرۍ بلې دورې ته هم ځان کاندیدوي.

لوکاشینکا دا خبره په داسې وخت کې وکړه چې د دغه هېواد خلکو په پارلماني انتخاباتو کې ګډون وکړ.

لوکاشینکا پرون (یکشنبه) په مېنسک کې خبریالانو ته وویل، د ۲۰۲۰ کال انتخاباتو ته به ځان کاندید کړي، خو ده په عین حال کې وویل چې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې د اساسي قانون تعدیل به احمقانه وي.

ده زیاته کړه، که خلک‌یې ونه‌غواړي د ولسمشرۍ په څوکۍ پورې به ځان ونه‌نښلوي.

لوکاشینکا له ۱۹۹۴ م کال راهیسې د بلاروس مشر دی او که راتلونکی کال ځان بیا کاندید کړي، نو دا به‌یې پنځمه دوره وي.

د بلاروس د ۲۰۰۴ کال په ټول‌پوښتنه کې د ولسمشرۍ دورې نامحدودې شوې.

په هلمند ولایت کې نږدې ۱۳۰۰ لېټره کېمیاوي مواد ونیول شول

هلمند د افغانستان په نقشه کې

د هلمند ولایت د امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې پولیسو د عقرب د میاشتې په ۲۰مه په هلمند ولايت کې د اسټیک انهایډرایډ په نوم ۱۲۸۰ لېټره تېزاب ونیول.

دا کېميايي مواد له بهره هلمند ته قاچاق شوي وو او په پام کې وه چې د هیرویینو جوړولو لپاره ګرمسېر ولسوالۍ ته يووړل شي.

د دې موادو د قاچاقو په تور دوه تنه نیول شوي او عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.

افغانستان له وېسټ انډیز څخه د '۲۰ اورونو' لړۍ وګټله

تېره شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ سیالي په ۲۹ منډو وګټله.

تېره شپه افغانستان د '۲۰ اوره' کرکټ سیالیو لړۍ وروستۍ سیالي په ۲۹ منډو وګټله.

افغانستان چې د مسابقې پچه ګټلې وه، لومړی بېټنګ وکړ او سیال ټیم ته‌یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې رحمت‌الله ګوربز وکړې. ده په ۵۲ توپونو ۷۹ منډې وکړې.

په باولنګ کې بیا نوین‌الحق ښه وځلېد.

ده د وېست انډیر ۳ لوبغاړي وسوځول.

وېسټ انډیز په '۲۰شل اوره' سیالیو کې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

دې ټیم له افغانستان څخه د یو ورځنیو مسابقو لړۍ ګټلې وه.

ټاکل شوې ده چې دواړه ټیمونه یوه ټست لوبه هم وکړي.

پر کندز د هاوان د مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی

پر کندز ښار د هاوان د درېیو مرمیو د لګېدو په پېښه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ د کندز پوهنتون ته نږدې په رئیس اباد نومې سیمه کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د د ولایتي دفتر مخې ته ولګېدې.

ښاغلی رحماني وايي، دا هاوانونه طالبانو د چاردرې ولسوالۍ له لوري پر کندز ښار ویشتلي دي.

جان بس د حقاني شبکې د غړو په اړه د افغان حکومت له پرېکړې ملاتړ وکړ

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس

په کابل کې د امریکا سفیر وايي چې په افغانستان کې د وروستیو حملو په دوام د حقاني شبکې د درېیو غړو په خوشې کولو کې د ځنډ په اړه د افغان حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر تېره اوونۍ د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني او د دې ډلې د دوو نورو غړو د خوشې کولو پلان اعلان کړ، خو د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل او لوګر کې له خونړیو حملو وروسته جمهوري ریاست وویل چې د دې درېیو کسانو خوشې کېدل وځنډېدل.

جان بس نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د سولې په اړه پرېکړې که څه هم ګرانې وي، خو په عین حال کې د روان وضعیت څېړنې او دقیق غور ته هم اړتیا لري.

ښاغلي بس ویلي چې امریکا به د افغانستان د ستراتیژیک متحد په توګه په راتلونکو ګامونو کې هم له افغان حکومت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

ملي امنیت کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو یوه ډله نیولې

آرشیف

د ملي امنیت اداره په کابل کې د انسان تښتوونکو او وسله والو غلو د یوې څلور کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت مطبوعاتي څانګې په یوه بیان کې چې نن خپور شو، ویلي چې دا ډله د دې ادارې د ځانګړو ځواکونو له خوا د جرمي شبکو د تعقیب او پېژندنې د هڅو په لړ کې د کابل ښار له اوومې ناحیې څخه نیول شوې ده.

په بیان کې راغلي چې د دې ډلې مشر حامد چې په چنګېز مشهور دی او مرستیال یې مطیع الله نومېږي چې په قاري مشهور و.

ملي امنیت وايي چې دې ډلې په کابل کې د اوو کسانو په وژنه او د ۴۲ نورو په ټپي کولو کې لاس درلود.

په ننګرهار کې د داعش ۷۲ غړي حکومت ته تسلیم شول

د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالیو کې د داعش ډلې ۷۲ غړو له خپلو کورنیو سره یوځای ځانونه تسلیم کړي دي.

د ننګرهار ولایت د رسنیو څانګه په یوه خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، وايي چې په اچین کې د داعش ۶۹ غړي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره او په هسکه مېنه کې د دې ډلې ۳ غړي تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، سیمه ییز چارواکي هیله مند دي چې د داعش نور غړي به هم ځانونه تسلیم کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دې کسانو خپلې یو شمیر وسلې هم افغان چارواکو ته سپارلي دي.

په ننګرهار کې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د داعش ډلې سلګونه وسله وال له خپلو کورنیو او وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د ثبات او همپالنې پلویانو فاریاب کې د رایو بیا شمیرنې مخه ونیوله

ارشیف

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم پلویانو نن په فاریاب ولایت کې د رایو د بیا شمیرنې د بهیر مخه ونیوله.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ولایتي رئیس محمد بشیر حسام نن آزادۍ راډیو ته وویل ټاکل شوې وه چې دا بهیر سهار مهال پیل شي خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې د ټیم د پلویانو د اعتراض له کبله وځنډېد:

هغه زیاته کړه: "د ثبات او همپالنې ناظران رانغلل، هغوی د تحصن خېمه وهلې او راغونډ شوي، مونږ موضوع له مرکز سره شریکه کړه او هغوی راته وویل چې د تشدد د مخنیوي لپاره دا بهیر بند کړئ."

په همدې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون نن په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په کابل، کندهار، هرات، لوګر، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، نورستان، فراه، کندز، دایکندي، زابل او غور ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش ځنډېدلی بهیر بیا پیل شوی خو په خبرپاڼه کې د فاریاب د پېښې یادونه نه ده شوې.

د رایو د بیا شمیرنې بهیر تېره اوونۍ د ثبات او همپالنې په ګډون د څو ټاکنیزو ډلو د مخالفت له کبله وځنډېد.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا پرېکړه یې له ټولو ټاکنیزو ډلو سره د موافقې پر اساس کړې ده.

چارواکي: کندهار کې ۷ وسله وال مخالفین وژل شوي

ارشیف

د کندهار مېوند کې ۱۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې دغه پوځي عمليات د تېرو ۲۴ ساعتونو راهيسې د میوند ولسوالۍ د جګروم او جرخشک په سيمو کې د افغان ګډو ځواکونو لخوا ترسره شوي دي.

په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه يحی علوي ازادي راديو ته وويل په ترسره شوو عملياتو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

نوموړي وویل، د دغو پوځي عملياتو پر مهال د وسله والو ۳۰ پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي.

علوي په عملياتو کې د افغان ځواکونو د زیان يادونه ونه کړه.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کندهار کې د لاسي توکو او کورنیو محصولاتو نندارتون جوړیږي

ارشیف

د کلیو پراختیا وزارت وزارت وايي، ټاکل شوې چې را روانه اوونۍ په کندهار ولایت کې لاسي توکو او کورنیو محصولاتو ته د بازار موندنې په هدف یو نندارتون جوړ شي.

د دغه وزارت ویاند فریدون اژند نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون به درې ورځې دوام وکړي او د افغانستان له ۷ زونونو نه به په سل غرفو کې بېلا بېل توکي په کې نندارې ته کېښودل شي.

ښاغلي اژند زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې به تر ډېره ښځینه لاسي توکي نندارې ته وړاندې شي.

د کلیو پراختیا وزارت وايي، د راتلونکې میلادي میاشتې په سر کې دېته ورته نندارتون په کابل کې هم جوړیږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG