د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۸ زمری ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۵۹

نیویارک ټایمز: هغه زمان رارسېدلی چې امریکا له افغانستانه ووځي


  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې ده، هغه زمان رارسېدلی چې امریکا له افغانستانه ووځي.

ورځپاڼه لیکي، واشنګتن پر یوه داسې مأموریت له حده زیات لګښت کوي چې ښایي د متحده ایالاتو ستراتېژیکو سیالانو ته‌یې څه ګټه ورسېږي.

نیویارک ټایمز څرګندوي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ دا پرېکړه چې اووه زره پوځیان ښایي تر اوړي پورې له افغانستانه وباسي د خپله ولسمشر د پرېکړې په برخه کې نوې اندېښنې پیدا کړې دي، خو د ورځپاڼې په باور هغه وخت رارسېدلی دی چې ژر یا په ځنډ به امریکا یو مخ له افغانستانه خپل پوځيان بهر کړي.

نیویارک ټایمز: هیله تل ښه وي، خو اوس امریکا په افغانستان کې له دې څخه په واټن کې ده.
نیویارک ټایمز: هیله تل ښه وي، خو اوس امریکا په افغانستان کې له دې څخه په واټن کې ده.

د ورځپاڼې په باور د افغانستان جغرافیایي موقعیت او قومي ترکیب دغه هېواد له لویې ستونزې سره مخامخ کړی دی کنه امریکا چې څومره لګښت په افغانستان کې کړی دی خامخا یې ستونزې هوارېدې، خو د پاکستاني خبریال احمد رشید په وینا واشنګټن تر ډېره پر انتخاباتو تمرکز وکړ او ونه‌توانېد چې د افغانانو ورځنۍ ستونزې هوارې کړي او د ډوډۍ غم‌یې وخوري، یا هم د افغانستان زیربنا سمه ورغوي او کرنه‌یې لږ تر لږه د سولې د کلونو کچې ته لوړه کړي.

د ورځپاڼې په باور هیله تل ښه وي، خو اوس امریکا په افغانستان کې له دې څخه په واټن کې ده.

ورځپاڼه بیا لیکي، امریکا له دې وېرې په افغانستان کې ده چې وضعیت نور پسې خراب نه‌شي.

امریکا له دې وېرې په افغانستان کې ده چې وضعیت نور پسې خراب نه‌شي.

نیویارک ټایمز بیا لیکي د امریکا حضور په افغانستان کې تر امریکا د چین، پاکستان، روسیې، هند او ایران په ګټه ډېر تمام شوی دی، ځکه چې امریکایي ځواکونو له افغانستانه شااوخوا هېوادونو ته د افراطیانو د سرایت مخه نیولې ده.

دغه هېوادونه اوس په دې تمه دي چې ښایي د امریکا ملاتړی حکومت په افغانستان کې سقوط وکړي او دی میدان ته راودانګي، خو دوی له دې خبر نه‌دي چې په یوه ژوره څاه کې به ډوب شي.

  • ډېلي مېل

یوې بلې ورځپاڼې ډېلي مېل بیا د طالبانو او ایران د مذاکرو په اړه لیکنه خپره کړې ده، دغه بریتانیایۍ ورځپاڼه لیکي چې اخر طالبانو دا ومنله چې له ایرانیانو سره‌یې کتلي دي او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت‌یې سره څېړلی دی.

وسله‌وال طالبان
وسله‌وال طالبان

د ورځپاڼې په باور له دې دا څرګندېږي چې طالبان تر څه بریده ډاډه دي چې امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي.

پخوا هم د طالبانو او ایرانیانو ترمنځ د لیدنو کتنو راپورونه خپاره شوي وو، خو ایران دا خبرونه ردول.

دا لومړی ځل دی چې هم ایران او هم طالبانو په ښکاره د دې خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

دا لومړی ځل دی چې هم ایران او هم طالبانو په ښکاره د دې خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

​د ډېلي مېل په وینا، له سوریې څخه د امریکایي پوځیانو د ایستلو پرېکړې او دې خبرې چې واشنګتن به په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر کم کړي، په متحده ایالاتو کې اندېښنې پیدا کړې دي او منتقدان وایي چې په دې ډول به ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د ایران نفوذ ته لارې پرانیزي.

XS
SM
MD
LG