د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

د خوست نوی والي: له شته فرصتونو به د خلکو د هیلو د پوره کیدو لپاره ګټه واخلو


د خوست نوی والي حلیم فدايي
د خوست نوی والي حلیم فدايي

د خوست نوی والي حلیم فدايي وايي چې په یاد ولایت کې د ډاډمن امنیت، قومي جوړښتونو او تړونونو، سوداګریزو او ترانزیټي فرصتونو همدارنګه، د علمي او اکاډمیکو مرکزونو او د مدني او فرهنګي ټولنو له شته ظرفیتونو څخه به د خلکو د هیلو د ترسره کولو لپاره استفاده وکړي.

حلیم فدايي چې نن د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۱» د خوست د نوي والي په توګه د ده د معرفۍ په غونډه کې خبرې کولې زیاته کړه، د خلکو هیلې هغه وخت ترسره کیدای شي چې د قانون او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې خلکو ته څرګند او محسوس خدمتونه وړاندې شي او پر ټولنه د مسوولینو امرانه ذهنیت په خادمانه فکر بدل شي.

ښاغلي فدايي وویل:

"که غواړو چې د دغو فرصتونو نه استفاده وکړو باید په ګډه د هماغه قانون او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې ولس ته محسوس خدمات وړاندې کړو، موږ د یو څو کړیو په خوښه کار ونکړو، بلکې د ولس په ګټه کار وکړو، موږ هغه امرانه ذهنیت چې د هر چا سره وي، هغه په خادمانه ذهنیت او فکر باندې بدل کړو."

د خوست د نوی والي حلیم فدايي د معرفی غونډه
د خوست د نوی والي حلیم فدايي د معرفی غونډه

د خوست د نوي والي حلیم فدايي د معرفۍ په غونډه کې د ځايي خلکو او مامورینو سربیره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مسوولینو، ځینو پخوانیو والیانو او د لوګر یو شمېر مدني فعالانو او مشرانو چې نوموړي په‌کې مخکې دنده ترسره کړې وه، ګډون کړی وو.

د خوست نوی والي حلیم فدايي له‌دې مخکې د میدان وردکو او لوګر ولایتونو والي پاتې شوی دی.

د والیانو په ټاکلو کې خلکو او روڼ اندو سره یوه ټولیزه انديښنه د ګمارل شوي کس سیاسي تمایلات او په ډلو او اشخاصو پورې د هغه تړل کیدل وي.

په‌دې غونډه کې حلیم فدايي وویل، په هېڅ ډله او ګوند پورې نه‌دی تړلی، بلکې د نظام هغه خادم دی چې خلکو لپاره به که هغه يې مخالف وي او که موافق د قانون په چوکاټ کې خدمت کوي.

خوست والي ته یو شمېر ویناوالو ځینې ستونزې او غوښتنې هم وړاندې کړې.

د ولایتي شورا غړي امیرالله زړه سواند نشه يي توکي، د پرمختیايي پروژو د کیفیت خرابوالۍ او د قومونو او خلکو تر منځ د شخړو او منازعاتو په حل کې ځنډ د خوستوالو د اساسي ستونزو په توګه یادې کړې.

د مدني ټولنو په استازیتوب فریدالله قربان هم یو شمېر تېرو ستونزو ته په اشارې هیله وکړه، چې نوی والي به ورته توجه وکړي.

مدني فعال فریدالله قربان غونډې ته خبرې کوي
مدني فعال فریدالله قربان غونډې ته خبرې کوي

ده وویل:

"اوږدمهاله قراردادونه اوس هم یوه جدي ستونزه ده، پخوا به یو زورواکي په زور ځمکه لاندې کوله، خو اوس خو اوس په نوي کلونو ځمکې په قرارداد ورکړل شوې، قومي شخړې ستونزه وه، اوس هم شته هیله مو دا ده چې د والي صیب په وجود کې ورته حل لارې پیدا شي، بل حکومتي ادارې په شخصي رقابتونو مصروفې وې چې قرباني يې ولس وو."

په خوست کې عموماً کله چې یو دولتي چارواکی نوې دنده پیلوي، یا يې دنده پای ته رسیږي، خلک او مسوولین ورته د پښتني دود له مخې لونګی ورکوي، خو د خوست نوي والي وویل، نه غواړي دولتي مامورین، مسوولین او نور خلک لونګۍ او نورې ډالۍ ورکړي.

ده وویل، هغه څوک چې میلمنو ته د ډالیو او لونګیو ورکول درنښت ګڼي، نو د هغې پر ځای دې د خوست عامه کتابتون او شیخ زاید پوهنتون ته کتابونه راونیسي چې د هېواد ځوان نسل ته په ګټه تمام شي.

د یادونې وړ ده په افغانستان کې د نوي نظام د منځته راتګ وروسته حلیم فدايي اوم کس دی، چې خوست ته د والي په توګه معرفي کیږي.

له دې مخکې استاد حکیم تڼیوال، استاد معراج الدین پټان، ارسلا جمال، حمیدالله قلندرزوی، عبدالجبار نعیمي او پوهندوی حکم خان حبیبي د خوست د والیانو په توګه دندې ترسره کړي دي.

راپور:نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG