د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲۹ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۸:۵۰

ډېلي مېل: ایران په سیمه کې خپل نفوذ ډېر کړی


  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو پر ځنډېدو یوه مقاله لیکلې ده.

د ورځپاڼي په لیکنه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې کاري دوره‌یې پای ته رسېږي، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري تر جولای میاشتې پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډېدو د پرېکړې هرکلی کړی دی.

سره له دې چې افغان چارواکي د دې ځنډ دلیل تخنیکي مسایل یادوي، خو واشنګټن پوسټ د دې اقدام دلیل تر تخنیکي مسایلو ورهاخوا ګڼي.

سره له دې چې افغان چارواکي د دې ځنډ دلیل تخنیکي مسایل یادوي ، خو واشنګټن پوسټ د دې اقدام دلیل تر تخنیکي مسایلو ورهاخوا ګڼي.
سره له دې چې افغان چارواکي د دې ځنډ دلیل تخنیکي مسایل یادوي ، خو واشنګټن پوسټ د دې اقدام دلیل تر تخنیکي مسایلو ورهاخوا ګڼي.

ورځپاڼه له وسله‌والو طالبانو سره د خبرو لپاره د نړیوالو او د افغانستان دننه هڅو یادونه کړې او لیکي: د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د ختمېدو په اړه لومړني رښتوني پرمختګ د دغه هېواد د وګړو لپاره د سولې لپاره هیلې ډېرې کړې دي.

خو د واشنګټن پوسټ تحلیل دا دی چې د ولسمشر غني اداره چې څو ځله‌یې د سولې وړاندیز کړی دی، له دې پروسې لیرې ساتل شوې ده، ځکه طالبانو له افغان چارواکو سره هر ډول خبرې رد کړې دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډېدل تخنیکي دلایل نه‌لري، بلکې د امریکا هیله همدا وه چې د سولې د پروسې لپاره انتخابات وځنډېږي.

​ورځپاڼه دلته لیکي چې ښاغلي غني غوښتل د اپرېل میاشتي په انتخاباتو کې د افغانستان د سولې اتل شي، خو کورني رقیبان او د هغو بهرني پلویان د انتخاباتو د ځنډېدو غوښتونکي شول څو په نتیجه کې یې د سولې خبرې او سیاسي مداخلې دوام وکړي.

واشنګټن پوسټ د افغانستان د سیاسي چارو د یوه تحلیلګر عبدالشکور دادرس د څرګندونو یوه برخه راخیستې چې وایي د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو ځنډېدل تخنیکي دلایل نه‌لري، بلکې د ده په خبره د امریکا هیله همدا وه چې د سولې د پروسې لپاره انتخابات وځنډېږي.

د ښاغلي دادرس په خبره د سولې خبرو د نتیجې پرته د انتخاباتو ترسره کېدل په دې معنی کېدای شوه چې د سولې پروسې ته د پای ټکی کېښودل شي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼي بیا د ایراني چارواکو سره د طالبانو پر لیدنه تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه ایران د افغانستان د سولې پروسې سره په همغږي ډول فشارونه ډېر کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو استازو د دغه وزارت له مرستیال عباس عراقچي سره لیدلي دي.

دغه وزارت دا لیدنه د افغانستان د سولې لپاره اغېزناکه هڅه بللې ده.

ډېلي مېل ورځپاڼې د ایراني چارواکو سره د طالبانو پر لیدنه تمرکز کړی دی.
ډېلي مېل ورځپاڼې د ایراني چارواکو سره د طالبانو پر لیدنه تمرکز کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ په تهران کې خبریالانو ته وویل چې د هېواد نیت‌یې همدا دی چې د افغانستان د دولت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د خبرو لپاره لازمې زمینې برابرې کړي.

د ډېلي مېل په لیکنه، اوسني فشارونه ښایي په واشنګټن کې دا اندېښنې ډېرې کړي چې له سوریې او افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ طرح ښایي په سیمه کې د ایران مداخلې ته زمینه ډېره کړي.

ډېلي مېل: له سوریې او افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل ښایي په سیمه کې د ایران مداخلې ته زمینه ډېره کړي.

​ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د پخواني قومندان سټنلي مک‌کرېسټال هغه څرګندونې هم خپرې کړي چې ویلي یې دي، ایران په سیمه کې خپل نفوذ ډېر کړی دی او که امریکایان له افغانستان او سوریې څخه ووځي، لاډېره بې‌ثباتي به راشي.

ډېلي مېل د تهران او کابل پېچلو اړیکو ته په اشارې لیکلي چې اوس ټاکل شوې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي تر دوو راتلونکو اوونیو پورې افغانستان ته سفر وکړي او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره به له طالبانو سره د خپلو خبرو جزئیات شریک کړي.

XS
SM
MD
LG