د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۷

لانګ وار ژورنال: طالبانو بیا په ښکاره د افغان حکومت سره له خبرو ډډه وکړه


  • لانګ وار ژورنال

طالبانو بیا په ښکاره د افغانستان له حکومت سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

امریکایي لانګ وار ژورنال خپرونه تر دې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي چې طالبانو هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې سیاسي مرکچیان به‌یې د افغانستان د حکومت له استازو سره وګوري.

لانګ وار ژورنال د طالبانو له‌خوا خپرې شوې خبرپاڼې ته په اشاره لیکي چې ویلي یې دي، دغه راپورونه چې ګواکې د اسلامي امارت استازي به د جدې په غونډه کې د کابل د حکومت له استازو سره خبرې وکړي، تشې اوازې دي او ټینګار کوي چې د کابل د حکومت په وړاندې یې په دریځ کې هېڅ کوم بدلون نه‌دی راغلی.

طالبانو دغه‌راز ویلي چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خبرې په جدیت مخ ته وړي، څو په افغانستان کې د دوی په وینا اشغال پای ته ورسېږي.

د کوټې شورا یوه غړي هم روېټرز اژانس ته ورته خبره کړې او ویلي یې دي چې په راروانه جنوري میاشت کې په سعودي عربستان بیا له امریکايي چارواکو سره ګوري څو پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې په مخکېنۍ د ابوظبي په غونډه کې پرې کومې نتیجې ته نه‌وو رسېدلي.

د طالبانو دې مشر چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوي ویلي چې دا باید ټولو اړخونو ته روښانه وي چې موږ د افغانستان له حکومت سره خبرې نه‌کوو.

د لانګ وار ژورنال په لیکنه د ډسمبر په ۱۸مه د ابوظبي غونډې په اړه هم طالبانو ورته خبره کړې او ویلي و چې د افغانستان د حکومت له استازو سره چې دې غونډې ته ورغلي و، خبرې نه‌کوي او خبرې یوازې او یوازې له امریکا سره ځکه کوي چې د خبرو اصلي اجنډا په افغانستان کې د امریکا پر پوځي حضور څرخي.

د سولې له دغو ټکنیو هڅو سره سره په افغانستان کې د جګړې په ډګر کې کوم بدلون نه‌لیدل کېږي، بلکې له افغانانو سره اندېښنې لازیاتې شوي چې ښایي راتلونکی کال به هم د سختو جګړو شاهدان وي.

  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې هم دې مسئلې ته پام اړولی او لیکي، افغانان داسې انګېري چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او اټکل کوي چې نوی ۲۰۱۹ میلادي کال به تر ټولو خونړی کال وي.

ډېلي مېل لیکي:

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ دې پلان چې له طالبانو سره د سولې د یوې موافقې دمخه یو شمېر امریکایي سرتېري له افغانستانه باسي هم د سولې لپاره د افغانانو هیلې مړاوې کړې دي.

د ډېلي مېل په لیکنه د افغانستان عادي وګړي چې د جګړو اصلي قربانیان دي، وروستي وضعیت ته په پام سره خپلې راتلونکې ته ډېر هیله‌مند نه‌دي.

د محمد حسین په نوم د کابل یوه اوسېدونکي ویلي چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او هغه امنیت چې دوی څلور پنځه کاله مخکې درلود اوس‌یې نه‌لري.

د کابل بل اوسېدونکی ذبیح‌الله شېرزاد وایي، تر ۲۰۱۸ میلادي کال بل خونړی کال په یاد نه‌لري او اټکل کوي چې راتلونکی ۲۰۱۹ میلادي کال به هم یو خونړی کال وي.

د ډېلي مېل په لیکنه ډېرې نښې نېښانې د دې څرګندونه کوي چې افغان امنیتي ځواکونه سره له دې چې د وسله‌والو مخالفینو په وړاندې جګړو کې ډېره قرباني ورکوي، دومره پرمختګ نه‌کوي او له بلې‌خوا ملکي تلفات هم د روان کال په لومړۍ نیمایي کې بی‌ساري اندازې ته رسېدلي دي.

XS
SM
MD
LG