د کابل د نن ورځې چاپي ورځپاڼو په بېلابېلو مسایلو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې د ولسي جرګې د تېرو انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه مقاله خپره کړې او په کې يې لیکلي دي چې په یو شمېر ولایتونو کې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې خلکو ته د منلو وړ نهدي.
په سرمقاله کې وړاندې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له قوله لیکل شوي دي چې په روانه اوونۍ کې به د پاتې ټولو ولایتونو د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې دغه انتخابات لا هم له ګڼو پوښتنو سره مخ دي.
د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې چې کمېسیون لا تراوسه پهدې نه دی توانېدلی چې پاکې رأیې له ناپاکو جلا کړي، خو درګرده لګیا دي د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلانوي او له مخې يې هغه کسان بریالي اعلانېږي چې تر نورو يې ډېرې درغلۍ کړي دي.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې د انتخاباتو کمېسیون دې اوس هم پاکې رأيې له ناپاکو جلا کړي او رأیه شمېرنه دې ترسره کړي، کهنه د ولس له غبرګون سره به مخ شي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په یو ځانګړي مطلب کې لیکلي دي چې افغان حکومت او امریکایان د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په سر اختلافات لري.
ورځپاڼې د یوې سرچینې له قوله چې نوم يې نهدی اخېستل شوی لیکلي، ټاکل شوې وه چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په رسمي ډول د انتخاباتو ځنډ اعلان کړي، خو د حکومت او بهرنیو مرستندویانو ترمنځ يې د ځنډ د مودې په سر د اختلاف له امله دا اعلان وځنډېد.
په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې حکومت د درېیو میاشتو لپاره د انتخاباتو پر ځنډیدلو راضی شوی، خو بهرنیان لږ تر لږه تر شپږو میاشتو د انتخاباتو د ځنډولو غوښتنه کوي.
ورځپاڼې ته سرچینې ویلي دي چې بهرنیان باور لري چې د انتخاباتو اوسنی کمېسیون په ټاکل شوي وخت د انتخاباتو د ترسره کېدو ظرفیت نهلري، نو ځکه باید دغلته په شپږو میاشتو کې پراخه اصلاحات رامنځته شي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې د افغانستان د دفاع د نوې وزیر اسدلله خالد د تېرې ورځې څرګندونې راخېستي چې ویلي دي، د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حملې به زیاتې شي او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړي.
ورځپاڼې د دفاع د وزیر د دغه څرګندونو هرکلی کړی او لیکلي یې دي چې که څه هم په تېره کې د وسلهوالو مخالفینو په وړاندې له نرمۍ کار اخېستل شوی، خو لا هم وخت نهدی تېر او باید له فرصتونو ګټه واخېستل شي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې د اسدالله خالد په مشرۍ باید ملي اردو ثابته کړي چې د وطن اصلي بچیان دي او خپل سنګر هېڅ دښمن ته نه پرېږدي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د سولې په اړه په سعودي عربستان کې د جوړېدونکې غونډې په اړه مقاله خپره کړې او لیکلي دي چې د سولې په اړه د جدې غونډې ته د مثبتو پایلو په تمه دي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي چې پهدې غونډه کې د افغانستان، پاکستان، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان او طالبانو استازي برخه اخلي.
د سرمقالې د لیکوال په باور پاکستان چې پهدې غونډه کې برخه اخلي او باید خپل نیت ښه کړي او وسلهوال طالبان له افغان حکومت سره سولې کولو ته حاضر کړي.