د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۹ زمری ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۵۵

د سوریې او افغانستان په اړه د ټرمپ پر پرېکړې د نظرپوښتنې پایلې!


ولسمشر ډونالډ ټرمپ
  • ده هیل

ده هیل امریکايي ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو او له سوريې نه د عسکرو د ایستلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې په باب د یوې نظرپوښتنې نتیجه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د هارورډ پوهنتون د سیاسي مطالعاتو د مرکز د نظر پوښتنې په حواله وايي، ۵۲ په سلو کې امریکایانو په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو او له سوريې نه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د اعلان ملاتړ کړی دی او ۴۸ فیصده بیا له دې پریکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.

ده هیل ورځپاڼه لیکلي دي:

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا پریکړه نه یوازې امریکایانو ته بلکه په خپله د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ټیم ته هم ناڅاپي او حیرانونکې وه.

د مطلب لیکوال وايي، له سوريې څخه د ټولو دوه زره امریکايي سرتېرو د ایستلو او په افغانستان کې له شاوخوا ۱۴ سره زره امریکايي عسکرو څخه د سم نیمايي د کمولو اعلان د دې سبب شو چې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس او د داعش پرضد د نړیوال ائتلاف امریکايي قوماندان بریټ مک ګورک له خپلو دندو استعفاوې وکړې.

خو بلومبورګ خبري شبکې بیا د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا د ویاند له قوله لیکلي دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا تراوسه پورې دفاع وزارت یا پنټاګون ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو امر نه‌دی کړی.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی «افغان پولیس د لویدیځ له‌خوا روزل کېږي او اسانتیاوې ورته برابر شوي خو ایا کولی شي چې دا اسانتیاوې وساتي؟»

سټارز اېنډ سټرایپس لیکي:

د افغان پولیسو د تقويې پر وړاندې چیلنجونه پر نړیوالو مرستندویانو د دې هېواد د زیاتې تکيې ښودنه کوي.

ورځپاڼه د کارپوهانو په حواله لیکي: ښايي لسیزې وخت ونیسي چې افغان امنیتي ځواکونه پرته له بهرنۍ همکارۍ په یوازې سر فعالیت وکړي.

سټارز اېنډ سټرایپس وړاندې وايي:

په‌داسې حال کې چې امریکا غواړي افغان حکومت پر بهرنیو مالي مرستو خپله اتکا کمه کړي، افغان حکومت دا مهال په وړو او لویو مسؤلیتونو د تجهیزاتو په ساتنه او د طالبانو پر وړاندې په مبارزه کې ښکېل دی.

د مقالې لیکوال وايي، له کابل وروسته هرات دوهم ښار دی چېرته د افغان پولیسو د روزنې څلور کلن پروګرام عملي کېږي.

ورځپاڼه د هرات د امنيه قوماندان امین‌الله امرخېل له قوله لیکي: کله چې د روزنې په بهیر کې بهرني روزونکي داخل وي، بیا پولیس پوهېږي چې تجهیزات او منابع څه ډول استعمال کړي.

XS
SM
MD
LG