د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۸

پنټاګون: ایران په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کاندیدان تمویلوي


د امریکا د دفاع وزارت د راپورونو پر اساس ویلي چې ایران په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کاندیدان تمویلوي.

دا خبره پنټاګون په هغه رپوټ کې کړې چې «په افغانستان کې د امنیت او ثبات پیاوړي کول» تر نوم لاندې خپور شوی او په ډسمبر کې کانګرس ته استول شوی دي.

په‌دې رپوټ کې د روان میلادي کال د جون میاشتې له لومړۍ د نوومبر تر پایه په افغانستان کې سیاسي او امنیتي پرمختګونو ته کتنه شوې ده.

د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړو او امنیتي چارواکو هم داسې رپوټونه ورکړي چې ایران د خپلو ګټو لپاره ځیني سيمه‌ییزو چارواکو ته رشوت ورکوي.

خو په رپوټ کې د چا نوم نه‌دی اخېستل شوی.

​کانګرس ته د امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې ویل شوي چې ایران په افغانستان کې د داسې باثباته حکومت پلوي کوي چې د هغوی اهداف خوندي کړي لکه:

  • د داعش د خراسان ډلې محو کېدل.
  • په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د حضور ختمېدل.
  • د ایران اندېښنې لکه د اوبو وېش.
  • او سرحدي امنیت ته ځواب ووايي.

د امریکا د دفاع وزارت په رپوټ کې ویل شوي چې ایران په افغانستان کې دوه اړخی سیاست چلوي:

  • له یوې خوا غواړي چې د افغانستان حکومت په څنګ پورې وساتي او تجارتي او اقتصادي اړیکې ورسره پراخ کړي.
  • له بله پلوه د طالبانو ملاتړ کوي.

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې ایران په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ناټو پر ضد د مقابلې او د داعش د خراسان ډلې د ځپلو لپاره د وسله‌والو طالبانو سیاسي او مالي ملاتړ کړی او هغوی ته یې وسلې او چاودېدونکي مواد ورکړي دي.

تهران مخکې داسې تورونه رد کړي، خو د دې رپوټ په اړه یې نظر نه‌دی څرګند کړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي په‌دې اړه پرون د شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په اړه لا داسې نتېجې ته نه‌دي رسېدلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت‌الله احمدي

صبغت الله احمدي زیاته کړه:

"موږ لږ تر لږه تر اوسه داسې مسئلې ته نه یو متوجه شوي، داسې نتېجې ته چې ایرانیانو به داسې تخریبي کارونه په افغانستان کې کړې وي، نه یو رسېدلي. د ایران اسلامي جمهوري له موږ سره ډېر ښه او نېک روابط لري."

خو د هرات په امنیه قوماندانۍ کې له ترورېزم سره د مبارزې رئیس فضل الرحمن خادم ادعا کړې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځانګړی ګارد، هلته د امنیت په خرابوالي کې لاس لري.

خادم په هرات کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي:

"په هرات کې د قتلونو، ترورونو او چاودنو په سلو کې اتیا پېښې د ایران د سپاه پاسداران او په هرات کې د ایران سرقونسل، محمود افخمي تنظیموي او د هغوی استخباراتي ډلې معلومات ورکوي. هغوی هر وګړی چې له‌خوا یې چپ وي، ترور کوي او په هرات ښار کې امنیت خرابوي."

د ازادي راډیو خبریال وايي چې په هرات کې د ایران سرقونسل د دې ادعا په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړې رحمیه جامي وايي چې ایران په افغانستان کې له امریکا سره په تقابل کې ده.

هغه وايي، په‌دې کې باید شک نه‌وي چې ایران دلته د نفوذ د پراختیا لپاره له خپله ټوله زوره کار اخلي.

رحیمه جامي زیاته کړه:

"د ایران دولت به له خپله ټوله توانه کار واخلي چې د امریکا متحد ایالات او ناټو دلته په ګونډو کړي، ایران به هره هڅه وکړي چې امریکا له سیمې مایوسه ووځي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د ایران دولتي رسنۍ د تهران او طالبانو ترمنځ د خبرو رپوټونه خپروي.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا مشر علي شمخاني د ډسمبر ۲۶مه کابل ته ولاړ.

هغه د ایران خبري اژانس تسنیم ته وویل چې له طالبانو سره یې خبرې کړي او دا مذاکرې به دوام وکړي.

شمخاني ویلي و چې د افغانستان حکومت ته يې هم په دې اړه معلومات ورکړي دي.

د تهران او طالبانو د خبرو جزئیات نه‌دي څرګند شوي خو د ارګ خبرپاڼه وايي چې شمخاني له ولسمشر محمد اشرف غني سره د دواړو هېوادونو پر نړیوالو اړیکو، د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سولې او د ترورېزم پرضد د ګډې مبارزې په اړه غږېدلی دی.

XS
SM
MD
LG