د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ سلواغه ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۲۶

ډیپلومات : هندوستان په افغانستان کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ دی


  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په خپله تازه ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې چې ”هندوستان په افغانستان کې له یوه نوي واقعیت سره مخامخ دی“ یو مطلب خپور کړی دی.

د مطلب د لیکوال په باور له افغانستانه د نيمايي برخې امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه به ښایي د هند لپاره جدي عواقب ولري.

په دې وروستیو کې ټرمپ خپل دفاع وزیر ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستانه د شا و خوا ٧٠٠٠ امریکایي سرتېرو د وتلو پلان ترتیب کړي.

د لیکوال په باور په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ پراخوالی ښايي د کشمير په ناکراره سيمه کې هم پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز وکړي.

ډیپلومات: په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ پراخوالی ښايي د کشمير په ناکراره سيمه کې هم پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز وکړي.
ډیپلومات: په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ پراخوالی ښايي د کشمير په ناکراره سيمه کې هم پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز وکړي.

په افغانستان کې د هندوستان د قونسلګريو امن، بله اندېښنه ده، چې د ليکنې ليکوال رابرسېره کړې ده.

د ليکنې په دوام کې راغلي، بايد انتظار پاتې شو او وګورو چې نوى ډيلى د ولسمشر ټرمپ په پاليسۍ کې دغه بدلون ته څه ځواب وايي.

خو، ليکوال په يوه عمومي نتيجه اخيستنه کې ويلي، په داسې حال کې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه تصميم نيول کېږي، هندوستان نه شي کولاى په دې برخه کې بې تفاوت پاتې شي.

  • واشنګټن ايګزامينر

واشنګټن ايګزامينر ورځپاڼې هم له افغانستان د څو-زره امريکايي سرتېرو د وتلو په اړه ليکنه خپره کړې ده.

د مقالې ليکوال استدلال کړى، چې له سوريې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د امريکا متحد ايالتونه بايد په افغانستان کې هم ورته اقدام وکړي.

واشنګټن ايګزامينر: له سوريې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته، د امريکا متحد ايالتونه بايد په افغانستان کې هم ورته اقدام وکړي.

د ليکنې په دوام ليکوال پوښتنه مطرح کړې، چې د ملياردونو ډالرو مصارفو او د امريکا د لسګونو سرتېرو قربانيو په افغانستان کې د امريکا لپاره څه نتيجه په لاس ورکړې ده؟

ليکوال د امريکا د ګډو ځواکونو د لوى درستيز جنرال جوزيف ډانفورډ په حواله، دې پوښتنې ته ځواب ويلى، چې دغه لګښتونه او قربانۍ د امريکا لپاره لږه لاسته راوړنه لري.

واشنګټن ايګزامينر : په افغانستان کې تر ١٧ کلن حضور وروسته، اوس د دې وخت راغلى چې امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شي.
واشنګټن ايګزامينر : په افغانستان کې تر ١٧ کلن حضور وروسته، اوس د دې وخت راغلى چې امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شي.

د واشنګټن ايګزامينر ورځپاڼې د مطلب ليکوال بيا ټينګار کړى، چې په افغانستان کې تر ١٧ کلن حضور وروسته، اوس د دې وخت راغلى چې امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شي، ځکه د ليکوال په باور ناوخته ستنېدل تر نه ستنېدلو بهتره دي.

له دې سره- سره په افغانستان کې د امريکا قوماندانانو ويلي، لا يې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ايستلو لپاره دستور نه دى ترلاسه کړى.

په وروستيو کې په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت قوماندان جنرال سکاټ مېلر ويلي، که د امريکا ځينې پوځيان له افغانستانه ووځي، دوى به بيا هم د افغان ځواکونو تر څنګ وي.

XS
SM
MD
LG