د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي، د افغانستان د سولې روانو هڅو تر اوسه هېڅ نتیجه نهده ورکړې او پهکار ده چې دغو مذاکراتو ته د خلکو لهمنځه، بېپرې استازي وګمارل شي.
دا شورا وايي، د سولې لپاره روانې هڅې بېنتیجې او د خلکو په سترګو کې خاورې اچول دي.
د دغې شورا رئیس سید اکبر اغا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۶» په کابل کې د دغې شورا د غړو په ناسته کې وویل، د سولې د مذاکراتو لپاره چې د سولې عالي مشورتي بورډ جوړ شوی د افغانستان د ټول ملت استازیتوب نهشي کولای.
ده وویل، د سولې مذاکرات هغه وخت بریالي کېدای شي چې واکیې له ملت سره وي او مذاکره کوونکې ډله دواړو خواوو ته د منلو وي.
نوموړي زیاته کړه:
"درې امورات ضروري دي:
- ملت ته واک ورکول.
- اتفاق.
- او درېیم د اسلامي معیار جوړول.
او دوهمه خبره مو دا ده چې ویل کېږي ۷۰۰۰ بهرنیان به وځي، پهدې د افغانستان موضوع نههوارېږي، بلکې هغه وخت حلېږي چې ټول بهرنیان له افغانستانه ووځي."
سید اکبراغا دا هم وویل، په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ مذاکرات بېنتیجې وو، ځکه د سولې د مذاکراتو لپارهیې منل شوی مېکانیزم نهدرلود.
د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا پهداسې حال کې د افغانستان د سولې روانې هڅې هیله بخښونکې نهګڼي چې په وروستیو شااوخوا درېیو میاشتو کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره په ملي، سیمهییزه او نړیواله کچه هڅې ګړندۍ شوې دي.
د افغانستان په ګډون د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مسلسل سفرونه هغه څه دي چې په کور دننهیې افغانان او په خپله ښاغلی خلیلزاد هیلهمند کړی دی.
سربېره پر دې په روانه اوونۍ کې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي راتګ د افغان حکومت په وینا بله هڅه ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره شوې ده.
په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، ترسره شویو هڅو د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ مذاکراتو ته هیلې زیاتې کړې دي.
د دغه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون ازادي ته وویل، له طالبانو سره د سولې عالي مشورتي بورډ د افغانستان د خلکو په خوښه جوړ شوی دی.
نوموړی وايي:
"د افغانستان د سولې لپاره هڅې روانې دي، د سیمې او نړۍ هېوادونهیې ملاتړ کوي په هېواد کې دننه هم د سولې لپاره اجماع موجوده ده. د سولې عالي مشورتي بورډ د حکومت او ټولنې د مختلفو قشرونو د مشورو په نتیجه کې جوړ شوی او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي."
د افغانستان سیاسي ګوندونو، د ملي شورا اکثرو غړو، خلکو او مدني ټولنو له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له پیلېدو سره سم ټینګار کړی چې د سولې د مذاکراتو پیل شوې پروسه، د سولې لپاره یو ښه موقع ده، حکومت او خلکو ته پهکار دي چې ملاتړ یې وکړي.
راپور: خان محمد سیند