د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۱۱:۰۸

ډونالد ټرمپ په عراق کې د امریکایي سرتېرو لیدنې ته ورغی


ډونالد ټرمپ په عراق کې د امریکایي سرتېرو څخه د لیدنې پر مهال

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه نااعلان شوي سفر په عراق کې د امریکایي سرتېرو لیدنې ته ورغی.

سپینې ماڼۍ د ډسمبر په ۲۶مه اعلان وکړ چې ولسمشر ټرمپ د بغداد په لوېدیځ کې د الاسد په نوم هوایي اډې ته ورسېد.

نوموړی تر دې یوه ورځ دمخه له واشنګټنه روان شوی و.

په‌دغه سفر کې د ولسمشر ټرمپ مېرمن میلانیا ټرمپ هم د ده ملګرې ده.

تر دې وړاندې پر ډونالد ټرمپ له‌دې کبله انتقادونه کېدل چې ولسمشرۍ ته له رسېدو راهیسې یې په هېڅ جګړه‌ییزه سیمه کې د خپلو ځواکونو لیدنه نه‌ده کړې.

ډونالد ټرمپ په اکټوبر کې ویلي و چې تصور نه‌کوي دا لیدنه دومره لازمه وي.

شااوخوا پنځه زره امریکایي پوځيان په عراق کې دېره دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر وړاندې جګړه کې د عراق د سیمه‌ییزو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ولسمشر ټرمپ د ډسمبر په ۲۶مه وویل چې له عراقه د خپلو پوځیانو د کمولو پلان نه‌‌لري او له عراقه کولای شي په سوریه کې د داعش وسله‌والو پر وړاندې د بریدونو لپاره د یوې اډې په توګه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG