د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۲۷ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۰۲

ډېلي مېل: ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې پېچلې اړیکې لرلي


  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ د لیدو کتو مسئله رااخیستې ده.

د دې بریتانیایۍ ورځپاڼې په وینا، د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني د چهارشنبې په ورځ د کابل د سفر پر مهال دا خبر تأیید کړ.

د ایران تسنیم خبري اژانس د ښاغلي شمخاني په وینا څرګندوي چې ایران له طالبانو سره د ارتباط او تماس په اړه کابل خبر کړی دی او دا لیدنې کتنې او تماسونه به ادامه پیدا کړي.

د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني
د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني

ډېلي مېل وړاندې لیکي، ایران او افغانستان چې نږدې ۹۰۰ کېلو متره ګډه پوله لري، په وروستیو کلونو کې یې پېچلې اړیکې لرلي.

ډېلي مېل: د ایران سپاه پاسداران انقلاب په تېرو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

​په مقاله کې بیا راغلي دي چې ایران د ۹۰مې میلادي لسیزې د کورنیو چګړو پر مهال د افغانستان د شیعه‌و کلک ملاتړی و او له واکه د طالبانو د لیرې کېدو پر وخت د امریکا د متحده ایالاتو تر څنګ ودرېد.

خو د خپرونې په وینا، د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو یو شمېر چارواکي ادعا کوي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب په تېرو کلونو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي ترڅو امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

  • دې هېل

د لوېدیځ یوې بلې ورځپاڼې بیا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو مسئله څېړلې ده.

دې هېل لیکي، افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې څو میاشتې د دې لپاره ځنډوي چې د اکټوبر په میاشت کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې هوارې کړي.

خپرونې بیا د چارواکو هغه خبره رااخیستې ده چې د چهارشنبې په ورځ‌یې وویل، په اکټوبر کې د پارلماني انتخاباتو پر مهال رامنځته شوې تخنیکي ستونزې د دې لامل کېږي.

ټاکل شوې وه چې دا انتخابات د اپرېل په میاشت کې ترسره شي، خو دا څرګنده نه‌ده چې نوې نیټه به کله ورته تعیینېږي.

ورځپاڼه بیا د ولسې جرګې تېرو انتخاباتو ته په اشارې لیکي چې د رأی اچولو پر مهال په بېلابېلو انتخاباتي حوزو کې ځنډ او خنډ رامنځته شو.

د دې هېل په باور علت‌یې دا و چې رأی ورکوونکو خپل نوم په لېست کې نه‌شوی موندلی او انتخاباتي مأمورین د رأی ورکولو له نویو وسایلو سره سم اشنا نه‌وو.

دې هېل: د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو یوه بنیادي ستونزه امنیت هم دی.

​د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کیدو یوه بنیادي ستونزه امنیت هم دی.

دې هېل ورځپاڼې د اسوشیټېډ پرس اژانس په وینا د امریکا له لوري د افغانستان د سولې د استازي زلمي خلیل‌زاد خبرې رااخیستې دي چې وایي، هیله‌مند دی چې د افغانستان حکومت او طالبان تر دې انتخاباتو مخکې د لارې پر یوې نقشې موافقه وکړي.

XS
SM
MD
LG