د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۳

ګارډین: په کابل کې د دوشنبې د ورځې برید اکثر قربانیان ملکیان دي


په کابل کې د وسله‌والو د دوشنبې د ورځې برید ته د نړۍ یو شمېر چاپي خپرونو پاملرنه کړې ده.​

  • ګارډین ورځپاڼه

ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا حمله چې ۴۳ تنه په‌کې ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول، په پلازمېنه کابل کې روان کال یوه له خونړیو حملو څخه وه.

ورځپاڼه لیکي، د دې برید اکثر قربانیان ملکیان دي.

ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا حمله چې ۴۳ تنه په‌کې ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول، په پلازمېنه کابل کې روان کال یوه له خونړیو حملو څخه وه.
ګارډین ورځپاڼه لیکي، دا حمله چې ۴۳ تنه په‌کې ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول، په پلازمېنه کابل کې روان کال یوه له خونړیو حملو څخه وه.

وسله‌وال د دوشنبې په ورځ د درېیو بجو خوا ته د شهیدانو او معلولینو د وزارت معینیت ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره‌یې نښته پیل کړه.

ګارډین لیکي، د دوی د ادارې یو شمېر مأمورینو د برید کوونکو له وېرې له کړکیو ځانونه واچول.

ګارډین: یو شمېر مأمورینو د برید کوونکو له وېرې له کړکیو ځانونه واچول.

​ورځپاڼه وړاندې لیکي، دا حمله وروسته تر دې وشوه چې د افغانستان حکومت د دفاع وزارت لپاره اسدالله خالد او د کورنیو چارو د وزارت لپاره امرالله صالح د سرپرستانو په توګه وټاکل، دا دوه څېرې په دې مشهورې دي چې د پاکستان او طالبانو ضد دي.

د کابل د برید مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

  • ټایم خپرونه

د لوېدیځ یوه بله خپرونه ټایم دې مسئلې ته اشاره کوي او لیکي چې په وروستیو کلونو کې چې په کابل کې پر حکومتي ودانیو څه بریدونه شوي دي دا حملې یا طالبانو ترسره کړې دي او یا هم داعش.

خپرونه بیا د پېښې د یوه عیني شاهد خبرې رااخلي، عبدالجلیل وایي وسله‌وال زموږ دفتر ته راننوتل او هر څوک چې یې لیدل پر هغه‌یې ډزې کولې.

دغه عیني شاهد د وسله‌والو د ډزو له وېرې له دوهم منزله ځان لاندې اچولی، پښه‌یې ماته شوې بیا په خاپوړو تر دروازې تللی او هلته امنیتي ځواکونو ژغورلی دی.

جلیل وایي، د ده پنځو تنو نورو همکارانو هم له کړکۍ ټوپ کړل او د دوی مدیر له درېیمه منزله ځان لاندې وغورځاوه.

ټایم: په کابل کې پر حکومتي ودانیو څه بریدونه چې شوي دي دا حملې یا طالبانو ترسره کړې دي او یا هم داعش.

​ټایم بیا د خلیل‌الرحمان په نوم د یوه بل عیني شاهد خبرې راخیستې دي چې له پېښې روغ وتلی دی، خلیل‌الرحمان وایي، د برید په وخت دی نه‌پوهېده چې چېرته منډه کړي، دا یو قتل عام و.

خلیل‌الرحمان بیا وایي چې ما په همدې څانګه کې د طالبانو په وخت کې هم کار کاوه، دی بیا پوښتنه کوي، دوی ولې موږ وژني، ولې؟

XS
SM
MD
LG