د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

د انتخاباتو کمېسیون: روانه اوونۍ به هم د پاتې ۳ ولایتونو لومړني نتایج اعلان نه‌شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، روانه اوونۍ به هم د پاتې درېیو ولایتونو د انتخاباتو لومړني نتایج اعلان نه‌شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د کابل، بغلان او پکتیا لومړني نتایج به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح‌الله سادات د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۳» ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغه ځنډ لامل د درېیو ولایتونو د رأیو بیا شمېرنه او یو شمېر نورې ستونزې په ګوته کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح‌الله سادات

ده وویل:

"د کابل په ګډون درې ولایتونه پاتې او د کابل ۶۰ سلنه رأیې سېستم ته داخلې شوي او زموږ همکاران کار کوي، څو ټول معلومات سیستم ته داخل کړي او راتلونکې اوونۍ د کابل په ګډون د درېیو ولایتونو ایتدايي نتایج اعلان کړي."

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې د قوس میاشتې تر ۱۰مې پورې د ټولو ولایتونو لومړني نتایج اعلان شي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، یو شمېر ستونزو او شکایتونو ته په کتو نتایج په څو پړاوونو کې اعلانېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د ۳۰ ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې وروستي نتایج به د شکایتونو کمېسیون له څېړنو وروسته د یوې میاشتې په ترڅ کې اعلان شي.

خو د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د لومړنیو نتایجو په اعلان کې ځنډ د دوی پر مهال‌وېش هم اغېز کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وايي، کمېسیون په خپلو چارو کې د پاتې راتلو له امله دغه ملي بهیر تر پوښتنې لاندې راوستی دی.​د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وویل:

"په خواشینۍ سره چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو له پروسې سره لوبه کوي او موږ له دې امله اندېښمن یوو او خلک هم نور له دې بحثه ستړي شوي، بل اړخ شکایتونو کمېسیون دی چې شکایتونو ته رسیده‌ګي کوي او هغه هم وخت نیسي او که چېرې موږ په دلوې میاشت کې هم د انتخاباتو د نهايي نتایجو شاهد واوسو، دا به یوه لویه لاسته راوړنه او بریالیتوب وي."

ښاغلي رشید وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په دغه کار سره وښوده چې د ولسي جرګې او ولسمشریزو انتخاباتو ترمنځ‌یې واټن په پام کې نه‌دی نیولی او دا د افغانستان له راتلونکي او د ډموکراسۍ له اصل سره غیر مسؤلانه چلند دی.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG