د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۶

افغان حکومت د یوې ویډيو په اړه د ایران د سفیر مرستیال احضار کړ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غوښتی و او ورته یې د هغې ویډیو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه چې په کې یو ایرانی سرتېری ښودل کېږي چې یو شمېر افغانان وهي او سپکې سپورې ورته وایي.

په ایران کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند که څه هم کومه نوې خبره نه ده، خو تېره اوونۍ په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې ویډیو چې پکې یو ایرانی پولیس ښودل کېږي چې یو شمېر افغانان وهي او سپکې سپورې ورته وایي، په افغانستان کې دننه د خلکو سخته غوصه راوپاروله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د دغې ویډیو د خپرېدو په اړه د خلکو غوصې او په ملي شورا کې د خلکو د استازو تند غبرګون ته په کتو، د شنبې په ورځ په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني ور وغوښت.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په کابل کې د ایران سفارت مرستیال سید سعید حسیني ته د افغانانو د وهلو ټکولو او سپکاوي د ویډیو د خپرېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده او هغه يې وغندله.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، ایراني پولیسو تل له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی چې ياده ویډیو یې يوه بېلګه ده.

د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د خبرو په حال کې
د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د خبرو په حال کې

​ده وویل:

"له بده مرغه که وګورو تل په ایران کې له افغانانو سره ناوړه چلند شوی، حتی دوی ته په ایران کې د انسان په سترګه نه دي کتل شوي، په ټوله کې زموږ ګاونډیانو افغان کډوالو سره ښه رویه نه ده کړې، د دوی د پولیسو له خوا له کډوالو سره ناوړه چلند له انسانیت او بشریته لېرې خبره ده."

ښاغلی صدیقي وايي، افغانان له مجبوریته د کار او روزګار لپاره ایران ته ځي او هلته دوی د ایراني پولیسو له ناوړه چلند سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې، اوسمهال شااوخوا يو ميیلون افغانان په ایران کې کډوال دي چې وخت ناوخته ورسره د ایرانیانو د ناوړه چلند په اړ راپورونه ورکول کېږي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ادریس زمان هم هغې ویډیو ته تند غبرګون ښودلی چې ظاهراً پکې معلومېږي چې ایراني پولیس افغانانو سره ناوړه چلند کوي.

ښاغلي زمان په ټوېټر کې دغه ویډیو له "شرمه ډکه او بوږنوونکې ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د حقوقي چارو کارپوه کبیر رنجبر وايي چې ایران د ټولو نړیوالو کنوانسیونونو او هوکړو خلاف په خپل هېواد کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کړی چې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر
د حقوقي چارو افغان کارپوه کبیر رنجبر

دی وایي:

"هلته کډوال توهینېږي او ځورېږي چې يوه نمونه یې اوس ټولنیزو رسنیو ته وتلې ده، ډېر زیات نور موارد دي چې افغانان بې مورده ځورول کېږي، بندیان کېږي او پیسې ترې اخيستل کېږي او نورې سپکې سپورې ورته ویل کېږي."

بل خوا د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني هم ياده کړنه غیر انساني او اسلامي بللې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې د يادې ویډیو په اړه به څېړنې کوي.

نوموړي ویلي، د ایران د اسلامي جمهوریت قواوو د ویډیو په هکله سمدستي تحقیقات پیل کړي دي چې ډېر ژر به یې پایلې معلومې شي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG