د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۳۱ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۵۵

د امریکا یوه جنګي الوتکه وړونکې بېړۍ پرون فارس خلیج ته ورسېده


آرشیف

د امریکا یوه جنګي الوتکه وړونکې بېړۍ پرون فارس خلیج ته ورسېده.

دا د ایران او نړیوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي موافقې د امریکا له وتلو وروسته لومړی ځل دی چې د متحده ایالاتو جنګي بېړۍ خلیج ته داخلېږي.

یو اېس اېس سي سټنیس وروسته له هغې خلیج ته ورسېده چې ایران په وار وار د هرمز تنګي د تړولو ګواښونه وکړل.

خلیج ته د امریکا د دې جنګي بېړۍ له رسېدو سره سم د ایران د سمندري ځواک کښتیو هغه تعقیب کړه او ایراني سرتېري لیدل کېدل چې د امریکايي بېړۍ تصویرونه او وډیوګانې يې جوړوي.

د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې وروسته له هغې زیاتې ترینګلې شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې ووت.

XS
SM
MD
LG