د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې د ملي امنیت لومړنی سلاکار مایکل فلین به استخباراتي مأمورینو ته په متحده ایالاتو کې د روسیې له سفیر سره د خپلو محاورو په اړه د درواغو ویلو په جرم په بند محکوم شي.
د فلین د محاکمې وروستۍ غونډه نن په پام کې ده.
د محکمې دا غونډه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د هغو دوامدارو څېړنو وروستی څپرکی دی چې لمنیې ولسمشر ټرمپ ته هم نږدې شوې وه.
فلین مخکې اعتراف کړی و چې د ۲۰۱۷ کال په جنورۍ میاشت کې د ټرمپ له لوړې یوازې ۴ ورځې وروستهیې د تحقیقاتو د فدرالي ادارې «FBI» مأمورینو ته دروغ ویلي وو.
فلین په سپینه ماڼۍ کې له دې غونډې درې اوونۍ وروسته چې د روسیې له سفیر سرګي کیسلیاک سره د ده د محاورې نور جزئیات افشا شول، د ملي امنیت د سلاکار په توګه له دندې لیرې شو.
په عین حال کې په هغو دوو سندونو کې چې د سنا جرګې د استخباراتو د کمېټې لپاره برابر شوي او پرون خپاره شوي، ویل شوي چې د روسي فعالانو لهخوا د ټولنیزو رسنیو له لارې ډېر کمپاین شوی چې د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې پر رأی ورکوونکو اغېز وکړي.
دا پر دغو انتخاباتو چې په پایله کې یې ډونالد ټرمپ بریالی شو، د روسیې د نفوذ په اړه د کانګرس یوه مخکښه کمېټه ده چې په دې اړه څېړنه کوي.
په دې څېړنه کې ميلیونونه د ټویټر او فېسبوک پیغامونه، د یوټیوب وېډیوګانې، د انستاګرام عکسونه او د ټولنیزو رسنیو نور مطالب څېړل شوي او هغه د روسیې د مداخلې په اړه چې په څه ډولیې له پرمختللې ټکنالوژۍ څخه د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره کار اخیستی، تر ټولو پراخه څېړنه ده چې ترسره کېږي.
د امریکا د ملي امنیت اداره د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې دې نتیجې ته رسېدلې وه چې مسکو په دغو انتخاباتو کې د ډموکراتې سیالې هېلري کلنټن په وړاندې د ټرمپ په ګټه کمپاین کړی او د ټولینزو رسنیو په څېر یې د کمپيوټر د هک کولو له لارې هم پر رأی ورکوونکو د اغېز لپاره د تبلیغاتو لپاره استفاده کړې ده.
په یوه راپور کې په دې اړه چې په سن پټرسبورګ کې د انټرنټ رېسرچ اېجنسۍ په نوم له یوې کمپنۍ څخه روسانو په څه ډول استفاده کړې، نوي جزئیات په ډاګه شوي دي.
ویل شوي چې د فېسبوک، ګوګل او ټویټر د جعلي اکاونټونو له لارې د غلطو معلوماتو د خپرولو هڅه شوې، د ټرمپ د ملاتړ او د کلنټن د بدنامولو لپاره تبلیغ شوی دی.
په دغو راپورونو کې د ۲۰۱۶ میلادي کال د انتخاباتو په اړه او له هغې راوروسته د تېر کال تر نیمایي پورې مطالب څېړل شوي او په هغو کې د کانګرس لپاره د تېرې میاشتې د ترسره شویو منځمهاله انتخاباتو مسئلې ته پام نهدی اړول شوی.
په دې اړه چې ایا د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې د بهرنیو لوبغاړو لهخوا د نفوذ هڅه شوې که نه، بل راپور به چې سپینې ماڼۍ یې سپارښتنه کړې، د امریکا د قانون د تنفیض او د استخباراتو د ادارو لهخوا درې ورځې وروسته د ډسمبر په ۲۱مه خپور شي.