د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

سټارز اېنډ سټرایپس: عربستان او عربي امارات پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري


  • سټارز اېنډ سټرایپس

سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې د خبرو لپاره د طالبانو په چمتووالي تمرکز کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره دا له امریکايي، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او پاکستاني استازو سره د طالبانو تر ټولو تازه خبرې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ویلي چې د دوشنبې په ورځ په متحده عربي اماراتو کې خبرې روانې وې.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي که څه هم تمه نه‌کېږي چې افغان چارواکي دې په مستقیمه توګه په دې لیدنه کې له طالبانو سره خبرې وکړي، خو د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب په دې ناسته کې د هغوی حضور به خبرو ته د دواړو لورو په راښکلو کې ډېر مهم وي.

ورځپاڼې دې ته هم پام کړی دی چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات پر طالبانو د پام وړ نفوذ لري او ظاهراً یې هڅې زیاتې کړي څو له افغان حکومت سره دا ډلې مستقیمې خبرې وکړي.

سټارز اېنډ سټرایپس: د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه‌لري.

سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي امارات هغه درې هېوادونه و چې د طالبانو رژیم‌یې په رسمیت پېژندلی و.

د سټارز اېنډ سټرایپس په لیکنه له کله چې زلمی خلیل‌زاد د افغان سولې او پخلاینې په چارو کې د امریکا له‌خوا مأمور شو د سولې د خبرو لپاره‌یې جدي هڅې کړې دي.

زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

هغه په دې موده کې ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل څو د افغان سولې د پروسې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.

ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم عمران خان خبرو ته هم اشاره کړې چې ویلي يې دي هېواد یې د دوشنبې ورځې دا ناسته برابره کړې ده.

هغه په دې هم ټینګار کړی چې د افغانستان کړکېچ پوځي حل لار نه‌لري.

د افغانستان روانه ۱۷ کلنه جګړه چې په‌کې امریکا یو ټریلیون ډالره لګولي د دغه هېواد لپاره تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل بریتانوۍ ورځپاڼي په دغه هېواد کې د افغان ژباړونکو په برخلیک مقاله لیکلې ده.

ورځپاڼې د یوه افغان ژباړونکي نذیر ایین خبرې راخیستي چې په بريتانیا کې یې پنځه کلنه ویزه د ډسمبر په پنځمه ختمه شوې، خو لا هم په لندن کې په ناقانونه توګه پاتې دی.

د بريتانیا شهزاده چارلس، د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ او دفاع وزیر لیام فاکس هغه کسان و چې نذیر ایین ورته ژباړې کړي، خو له دې ټولو سره سره دی بیا هم له بريتانیا د ایستلو له خطر سره مخ دی.

ډېلي مېل د ایین په حواله لیکلي چې هیله ده د بریتانیا حکومت دا حقیقت ومني چې افغان ژباړونکي عادي خلک نه، بلکې هغه کسان دي چې خپل ژوند یې په خطر کې اچولی څو د لندن سړکونه خوندي پاتې وي.

XS
SM
MD
LG