د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د افغانستان، پاکستان او چين پر ۳ اړخيزې غونډې د ډېلي مېل تبصره


  • ډېلي مېل «Daily Mail»

بريتانوۍ ورځپاڼې ډېلي مېل په خپله يوه تازه ګڼه کې د افغانستان، پاکستان او چين د درې اړخيزې غونډې پر موضوع ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې د درې واړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د شنبې په ورځ په کابل کې سره جرګه شول چې د افغانستان د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو بحث وکړي.

د ډېلي مېل په ليکنه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ لانجمنو اړيکو پر دغو بحثونو سيورى غوړولى و، خو بيا هم درې واړه هېوادونو تأييد کړه چې په سوله‌ييز ډول د افغانستان د جګړې پاى ته رسېدل به د ټولې سيمې لپاره په اقتصادي او تجارتي لحاظ ګټور تمام شي.

د ډېلي مېل په ليکنه کې د چين هغو پروژو ته اشاره شوې چې د میلياردونو ډالرو په ارزښت‌يې په پاکستان کې پيل کړي او دواړه هېوادونه په اقتصادي لحاظ په خپلو کې نږدې اړيکې لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح‌الدين رباني ويلي، افغانستان هم هڅه کوي د چين په نوښت په پيل شويو پروژو کې ونډه واخلي.

د ډېلي مېل په ليکنه کې راغلي چې پاکستان او افغانستان له اوږدې مودې راهيسې پر يوه او بل د طالبانو او نورو افراطي ډلو په وړاندې په مبارزه کې د پاتې راتلو تورونه لګولي دي.

چين، د دې لپاره چې د جګړې ښکېل لوري د مذاکرو مېز ته کېنوي، په خپل کوربه‌توب د طالبانو مشران وربللي وو، ځکه د دې جګړې ختمېدل د «يو کمربند، يوې لارې» پروژې ته خورا اهميت لري چې په ټوله اسيا کې د تجارتي اړيکو د پراختيا سبب کېږي.

  • سټرېټس ټايمز «Straits Times»

له سنګاپوره خپرېدونکې ورځپاڼې سټرېټس ټايمز پرون يکشنبه د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم د ځينو غړو د وروستيو ادعاوو په اړه ليکنه خپره کړې چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون مقامات‌يې په جنسي ځورونه کې ښکېل بللي دي.

د ليکنې په پيل کې يې د فوټبال ټيم د پخوانۍ مديرې خالدې پوپل يادونه کړې چې اووه کاله مخکې مجبوره شوې خپله کورنۍ او هېواد پرېږدي او په ډنمارک کې ژوند غوره کړي.

د ورځپاڼې په حواله که څه هم خالده پوپل پر زنګانه ټپي شوې، خو بيا هم توانېدلې د نجونو د فوټبال ټيم ته د اردن، جاپان او متحده عرب اماراتو په ګډون په ګڼو هېوادونو کې روزنيز کمپونه جوړ کړي.

سټرېټس ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې په دغو کمپونو کې له افغانستانه دننه او بهر فوټبالرانې ورتلې، خو څرنګه چې سيستم نه‌و توانېدلى د دغو لوبغاړو خونديتوب يقيني کړي، خالده پوپل مجبوره شوه، خپل غږ اوچت کړي.

د افغانستان لويې څارنوالۍ تېره اوونۍ د جنسي ځورونې د ادعاوو له کبله د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مشر کرام‌الدين کریم او د دغه فدراسيون د څلورو نورو مسؤلانو دندې وځنډولې.

د سنګاپور د دې ورځپاڼې په باور که څه هم د لويې څارنوالۍ تحقيقات روان دي، خو د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا تېره اوونۍ ښاغلى کریم د ٩٠ ورځو لپاره له هغو فعاليتونو چې د فوټبال اړوند دي، منع کړ.

خالدې پوپل له امريکايۍ ورځپاڼې نيويارک ټايمز سره په ټیليفوني مرکه کې ادعا کړې چې د فوټبال فدراسيون رئيس او نورو روزونکو د فوټبال ښځينه لوبغاړې په جنسي لحاظ ځورولي او پر هغوى يې د جنسي تېري هڅه کړې ده.

XS
SM
MD
LG