د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون: د سولې د هڅو عملي نښې نه لیدل کېږي


د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي چې د سولې د هڅو عملي نښې نښانې نه لیدل کېږي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون رئیس احمد جاوېد رووف د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دې حالت د خلکو ذهنونه مخشوش کړي دي.

نوموړی زیاتوي:

"دلته دوه حالته دي، یو حالت دا دی چې امریکا وايي، سوله غواړو او خلیل‌زاد هم ورته هڅه کوي، د افغانستان خلک هم په لومړیو کې ورته چمتو وو، خو د سولې کومه نښه نه لیدل کېږي، کله چې سوله غواړو یوه نښه یې باید ولیدل شي، طالبان خپل جګړه کوي، خپلې انتحاري حملې کوي، په رسنیو کې دوی ځپل کېږي، ولسمشر وايي، پنځو کلونو کې سوله راځي، دا یو عجیب حالت دی او د خلکو ذهنونه یې مخشوش کړي دي."

ښاغلی جاوېد په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن د افغانستان د سولې په اړه ورته مطالب لیکلي دي.

ملي ارمان خپلواکي ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، د کابل اوسنی سیاسي وضعیت هغه دیګ ته ورته دی چې معلومه ده، یو څه په کې د پخېدو په حالت کې دي خو دا نه‌ده معلومه چې د افغانستان د خلکو کاسو ته به په کې څه راوځي.

د افغانستان د سولې لپاره هڅې په دې وروستیو کې تر بل هر وخت زیاتې تېزې شوي او د دغه هېواد د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد درې ځلي د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي او له طالب چارواکو سره غږېدلی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو هرکلی کوي خو وايي، په افغانستان کې جګړه ډېره پېچلې ده او سوله به هم ډېره پېچلې وي.

ګل پاچا مجیدي
ګل پاچا مجیدي

د دغه کمېسیون غړی ګل پاچا مجیدي وايي:

"زما په اند په افغانستان کې جګړه ډېره پېچلې ده او سوله راوستل به هم ډېر پېچلي وي، ولې په اوسنیو حالاتو کې چې کوم د سولې لپاره هڅې روانې دي، یو څه نوي تحرکات او نوي مسایل لیدل کېږي چې هغه سړی دې ته خوشبینه کوي چې افغانستان ته سوله راشي، اګر چې مخکې مې هم وویل چې ډېره پېچلې به وي دغه سوله."

ښاغلی مجیدي د افغانستان د سولې مسئلې ته د امریکا لېوالتیا، د دغې پروسې د ضمانت کوونکي په توګه د اروپايي ټولنې رول او دغه شان د افغانستان د ګاونديو هېوادونو له خوا د یوې اجماع رامنځته کېدل په ځانګړي ډول د چین او پاکستان همکاري د افغان سولې په برخه کې نوي او مهم تحرکات یادوي.

خو دا چې د افغانستان د سولې لپاره روانې هڅې به تر کومه عملي پایلې ولري دا به د وخت په را رسېدو سره ثابته شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG