- سارایوو ټایمز
سارایوو ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې افغانستان ته د بوسنیا هرزګوینا د تازه دمو سرتیرو د استولو موضوع خپاره کړې ده.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د دې هېواد ۵۳ سرتیري او افسران چې ۴ ښځې هم په کې شاملې دي، د جمعه په ورځ افغانستان ته روان شول.
دا سرتیري په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان د ماموریت لپاره روزل شوي دي.
سارایوو ټایمز لیکلي دي چې بوسنیايي ځواکونه به په افغانستان کې سولهییز ماموریت ولري او تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې به د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په لړ کې په افغانستان کې وي.
سارایوو ټایمز ورځپانې زیاته کړې ده چې دا تازه دمه ۵۳ سرتیري به په افغانستان کې د یوه هوايي ډګر د امنیت چارې پر غاړه ولري او په جګړو کې به برخه نه اخلي.
د بوسنیا هرزګوینا شاوخوا ۱۳ سوه سرتېرو له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې په افغانستان په مختلفو وختونو کې په پوځي ماموریتونو کې برخه اخېستې ده.
- ډیپلوماټ
ډیپلوماټ مجلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د جنجال په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.
مجله وايي، د کابل پر سیند د شاتوت د بند پروژې چې د ۲۳۶ میلیونه ډالر په لګښت جوړېږي،ګاوندۍ پاکستان خواشینی کړی دی.
د مقالې لیکوال وايي، د کابل پر سیند جوړېدونکی د شاتوت بند چې هند يې د جوړولو چارې پر غاړه اخېستي دي د افغانستان له نظره د دې هېواد د انرژۍ او داخلي ثبات لپاره مهم دی، خو پاکستان بیا اندیښنه لري چې دا بند به په خېبر پښتونخوا کې د کرنې او خلکو ته د اوبو رسولو چارې اغیزمنې کړي.
د ډیپلوماټ مجلې په وینا پاکستاني رسنیو د کابل پر سیند د شاتوت بند پروژه د پاکستان پر وړاندې د هند یوه طرحه بللې ده چې غواړي د افغانستان له لارې يې عملي کړي.
خو د مقالې لیکوال وايي، د کابل سیند د افغانستان لپاره د پاکستان پرضد تر یوې سیاسي حربې نور زیات اهمیت لري.