د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ننګرهار کې د ډبول شوي سرتېري د پلار ادعا به وڅېړل شي؟


د هغه عسکر کورنۍ او خپلوان چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت مقام مخې ته وهل شوی غواړي د دې قضيې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د وهل شوي سرتيري پلار ثناء ګل چې د شنبې په ورځ یې د لسګونو قومي مشرانو سره ولایتي شورا ته د اعتراض په ډول تللی و، ويل يې زوی يې د ننګرهار والي د ورور په امر د شلو نورو کسانو له خوا سخت وهل شوی او تر اوسه يې درک نه‌دی معلوم.

نوموړي زیاته کړه:

"یو ضابت پیرې ته ولاړ دی، د والي ورور راغلی، نوموړی يې ودرولی، د والي ورور ورته وايي ته ما څه کوئ؛ سمدلاسه یې په ضابت ګذار کړی، بیا زما زوی د ضابت ننګه کړې، بیا هغوی د قصر نه کسان راوستي دا يې تړلی دی دومره يې وهلی دی چې مه کوه پوښتنه؛ زه د خپل زوی پوښتنه نه کوم زما غوښتنه د ټولو عسکرو په اړه ده."

درې ورځې وړاندې د پېښې وروسته دوو وهلو شوېو سرتېرو په خپلو خپرو کړو ویډیو ګانو کې هم د والي پر ورور تور پورې کړی و چې دوی په‌دې خاطر يې وهلي چې ولې د پلټنې په خاطر درولي دي.

د ننګرهار ولایتي شورا وکيل اجمل عمر هم وايي، د والي د ورور په تړاو دا لومړی قضيه نه‌ده چې دوی ته رسېدلې له دې مخکې د ځمکو د غصب، فساد او په نورو برخو کې هم دوی ته شکایتونه رسيدلي دي:

"هغه کوم زورواکی دی چې باج اخلي باید نوم يې واخېستل شي، هغه کوم د والي ورور دی چې ادارو نه باج اخلي، د ځمکو د غصب په سر پیسې اخلي که تورخم نه پوښتنه وکړئ، که ګمرک نه پوښتنه وکړئ یو مثال درکوم، څو ورځې وړاندې د موبایلونو یو تجار راولي اول قصر ته بیا وروسته قوماندانۍ ته سپآري، د قونسلګری پر خلاف مظاهره وشوه، کس يې ونیوه اول يې قصر ته کس راوست ویې واهه بیا قوماندانۍ ته وسپآره يانې دا مانا دلته ټول قانون قصر ته راوړل شوی دی."

د ننګرهار ولایت وياند عطالله خوګياڼۍ وايي، د سرتيري د وهل کېدو په مسئله کې د والي ورور لاس نه‌لري، بلکې د امنيتي ځواکونو ترمنځ خپل‌منځي مسئله ده چې قضيه يې تر څیړنې لاندې ده.

خو د هغو ټولو شکایتونو د څېړنې په خاطر چې د ولایتي شورا له‌خوا د والي پر ورور لګېدلي عطاءلله خوګياڼی وايي، ولایت مقام به دواړه خواوې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

عطاءلله خوګياڼی
عطاءلله خوګياڼی

نوموړي زیاته کړه:

"د پولیو په مسئله کې دواړه غاړې نظارت خانه کې دي، څېړنې روانې دي، دوهم د ولایتي شورا کوم وکيل چې تور پورې کړی که په هر چا تور پورې شوی وي والي رسماً دا موضوع څارنوالۍ ته معرفي کوي او په قضيه کې ښکېل کسان به د قانون منګولو ته سپاري."

د ننګرهار د ولایتي شورا د معلوماتو له مخې په دې ولایت کې اوس هم د زورواکۍ ريښې تاندې دي او دا څوم ځل دی چې په دې ولایت کې امنيتي سرتيري د زورواکانو لخوا وهل کېږي خو تر اوسه د هېڅ یوه سرتيري پوښتنه نه ده شوې.

د ننګرهار قومي مخور وايي، که حکومت د تېر په څېر بیا هم پر پولیسو لاس پورته کوونکې معاف کړي، سبا به هېڅ یو امنيتي سرتیری خپلې دندې ته زړه ښه نه کړي.

راپور: شاه محمود شینورای-ننګرهار

XS
SM
MD
LG