په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې په هوايي حمله کې د ملکي تلفاتو رپوټونه څېړي.
یوناما پرون، شنبه د ډسمبر۱۵مه، پر ټوېټر ولیکل چې پهدې پېښه کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون د ملکي وګړو د وژل کېدو رپوټونه ور رسېدلي دي.
یوناما لیکلي چې د دوی بشري حقونو ځانګړې ډله د دې رپوټونو په څېړنه بوخت ده.
د رپوټونو په حواله، د جمعې په شپه د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې هوايي حمله شوې ده.
د کونړ د ولایتي شورا غړي، عبدالطیف فضلي رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې په حمله کې ۲۰ ملګي وګړي وژل شوي دي.
خو په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ، د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند دېبرا ريچردسن د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر رد کړی دی.
هغې منلې یې ده چې یو شمېر خلک زخمیان شوي دي.
رېچردسن څرګنده کړې چې په کونړ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې چې امریکايي قواوو یې هوايي ملاتړ کاوه، تر ۴۰ د زیاتو طالبانو د وژل کېدو رپوټ ور رسېدلی دی.
هغې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې وسلهوال طالبان له خلکو د سپر به ډول کار اخلي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ملي دفاع یا کورنیو چارو له وزارت سره خبرې وکړي، خو څوک حاضر نه شول.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رویټرز ته ویلي چې په شلتن کې د حملې هدف د وسله والو طالبانو قوماندان، شریف معاویه و.
د میرزکوال په وینا، معاویه په سیمه کې د القاعدې د وسله والو لپاره د فعالیت زمینه هم برابروله.
هغه څرګنده کړې چې عملیات د افغانستان کورنیو ځواکونو کړي چې د وسلهوالو طالبانو او القاعده ۳۸ غړي په کې وژل شوي او ۱۲زخمیان شوي دي.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه خبرې نه دي کړې.
د کونړ والي ویلي چې په شلتن کې په حمله کې د وژل شویو ملکي وګړو دقیق شمېر نه دی څرګند.
هغه رويټرز ته ویلي چې د حقیقت موندلو لپاره یو پلاوی شلتن ته استول شوی دی.
د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي، ګل پاچا مجیدي پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ملکي تلفاتو ډېرېدل د اندېښنې اساسي مسئله ده.
ګل پاچا مجیدي زیاته کړه:
"تشویش پهدې کې دی چې طالبان له ملکي خلکو د سپر په توګه کار اخلي چې جنګي جنایت ورته ویل کېدلای شي او د افغانستان ځواکونه هم د بې دفاع خلکو امنیت ته چندان پام نه لري."
ګل پاچا مجیدي وویل چې په وروستیو کې د هوايي حملو شمېر زیات شوی او ملکي تلفات یې زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د سېپټمبر تر پایه، په افغانستان کې ۳۱۳ تنه د افغان او امریکايي ځواکونو په هوايي حملو کې وژل شوي او ۳۳۶ تنه ملکي وګړي زخمیان شوي دي.
د نوومبر په اته ویشتمه نېټه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې د ۳۰ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر خپور شو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نوومبر په دېرشمه پر ټوېټر د دې پېښې په اړه لیکلي و، د ملګرو ځواکونو د تېروتنې له امله، دا خواشینونکې پېښه څرګندوي چې د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوې ده.
خو اشرف غني دا هم لیکلي و چې حکومت یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي مسوولیت او یوه ملي پالیسي لري.