د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۹

۲۰۹ شاهین قول اردو: په جګړه کې د ملي اردو تلفات کم شوي


د افغانستان په شمال او شمال ختیځ زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په دې نظامي بنسټ کې د تازه تغییراتو په راوستولو سره، د طالبان او نورو افراطي ډلو په وړاندې په جګړه کې د ملي اردو تلفات کم شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قوماندان محمد ولي احمدزي ازادي راډیو سره په یوه ځانګرې مرکه کې دا هم ویلي چې طالب وسله وال نسبت د بهرنیو په خاصتاً د ګاونډيو هېوادونو په ملاتړ په نویو او پرمختللو جنګي تجهیزاتو سمبال شوي دي.

د قول اردو قوماندان وويل، داسې کشفي او استخباراتي راپورونه یې هم ترلاسه کړي چې ګواکې ایران د افغان دولت مخالفو وسله والو ته جنګي تجهیزات برابروي.

د ازادي راډیو خبریال مجیب الرحمن حبیب زي د شاهین قول اردو له مشر ولي محمد احمدزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلي چې په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې تغییرات په څه اساس رامنځته شوي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:51 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG