د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

رباني: د دې وخت دی چې پاکستان خپلې خبرې په عمل کې ښکاره کړي


صلاح الدین رباني
صلاح الدین رباني

د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دوهمه درې اړخیزه ناسته نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وشوه.

په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په يوه درې اړخیزه ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هڅو ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د عملي اقداماتو ژمنې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانې په دغه ناسته کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان او چین همکاري مهمه وبلله او له پاکستانه یې وغوښتل چې د سولې د روانو هڅو په لړ کې داسې ګامونه واخلي چې مثبته نتیجه ولري.

ده وویل:

"د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه، له پاکستانه زموږ غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې داسې همکاري وکړي چې د افغانستان خلک یې د پایلو شاهدان وي، موږ او زموږ دوستانو په کراتو دا خبره کړې چې په افغانستان کې سوله او امنیت په سیمه کې د سولې او امنیت په معنا دي او اوس د دې وخت را رسېدلی چې پاکستان دا وښيي چې هغه څه چې وايي، په عمل کې یې هم ښکاره کړي."

ښاغلي رباني د افغانستان د سولې د روانو هڅو په لړ کې د پاکستان رول مهم وباله او په دې برخه کې یې د چین همکاري هم اړینه وبلله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هیله وښوده چې د دغې درې اړخیزې ناستې پایلې په راتلونکو اوونیو کې ولیدل شي.

په دغه ناسته کې په يو لړ نورو مسایلو د بحث او خبرو ترڅنګ د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د امنیت او ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې لپاره يوه هوکړه هم لاسلیک شوه.

د امنیت ټینګښت، د ترورېزم په وړاندې مبارزه، اقتصادي پراختیا، سیمه ییز اتصال او د يادو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې او د اعتماد فضا رامنځته کول هغه عمده موارد دي چې په دغه ګډ هوکړه لیک کې ورته ځای ورکړل شوی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې هېواد يې په رښتیني توګه هڅه کوي چې په افغانستان کې سوله راشي او دغه هېواد په خپلو پښو ودرېږي.

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

ده زیاته کړه:

"موږ په رښتیني توګه غواړو چې له تاسو سره متعهد شو، موږ غواړو چې د افغانستان د حکومت او خلکو سره په ګډه کار وکړو، ځکه موږ په دې پوهېږو چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت زموږ په ګټه هم دی، زه غواړم تاسو په سوله کې ژوند وکړئ، ستاسو د بریاو په خوښۍ کې زموږ خوښي ده، دا زما ذهنیت دی، که غواړئ پاکستان عملي اقدامات وکړي، نو د پاکستان په وړاندې د انتقاد ګوته مه نیسئ."

دا په داسې حال کې ده چې د دې درې اړخیزې لړۍ لومړۍ ناسته د تېر میلادي کال د ديسمبر په ۲۳ مه نېټه د چین په بیجېنګ ښار کې ترسره شوې وه.

د تېر کال په ناسته کې هم درې واړو هېوادونو له ترورېزم سره په ګډې مبارزې، د سیمې په وضعیت او په ګډو اقتصادي او تجارتي همکاریو ژمنې کړې وې.

په ورته وخت کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هي د کابل په درې اړخیزه ناسته کې د امنیت او ترورېزم په وړاندې د ګډې مبارزې په برخه کې د هوکړې لاسلیک کېدل د افغانستان د سولې د پروسې لپاره يو مهم ګام وباله.

ښاغلي هي هیله وښوده چې د دغې لړۍ درېیمه درې اړخیزه ناسته دې په اسلام اباد کې وشي.

نوموړي وویل:

"چین د افغانستان او پاکستان ګډ ملګری دی او موږ په دې برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو، څو د دې دواړو هېوادونو اړیکې ښې شي، موږ ژمنه کوو چې د ترورېزم په وړاندې هوکړه به په ګډه پلې کوو، ځکه دا هوکړه لیک د همکاریو د ښه والي ترڅنګ په سیمه کې د سولې له ټینګښت سره هم مرسته کوي."

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړی محمد عبدو د ولسي جرګې د شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، دوی تمه لري چې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ دغه درې اړخیزه ناسته مثبتې پایلې ولري او په افغانستان کې د سولې له ټينګښت سره مرسته وکړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG