د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۵

د ارزګان ځیني واکسیناتوران: له معاشونو مو ۳ سلنه طالبانو ته ورکول کېږي


د ارزګان په ولایت کې د پولیو د واکسین یو شمېر مبلیغینو ازادي راډيو ته وویل چې مسؤلين یې له معاشونو درې سلنه ګرځوي او طالبانو ته يې ورکوي.

دوی وايي، دا ډول چلند يې پر حقوقو په ښکاره تېری دی او باید خپل حقوق ورکړل شي.

د ارزګان ولایت د عامي روغتیا ریاست مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

وسله والو طالبانو که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې دغه ډول خبرې رد کړې دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:27 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG