د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

حنیف دانشیار: د افغانستان نشه یي مواد ۳۰ سلنه د ایران له لارې انتقالېږي


د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ایران د سیمې هېوادونو او نړۍ ته د افغانستان د نشه يي موادو د قاچاقو اصلي لاره ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې د شپږو اسیايي هېوادونو د پارلمانونو د رئیسانو په هغه کنفرانس کې چې له ټرورېزم او نشه يي موادو سره د مبارزې په هدف جوړه شوې وه، وویل چې که پر ایران باندې نړیوال بندیزونه سخت شي، نو تهران نه شي کولای چې نړۍ ته د نشه يي موادو د قاچاقو مخه ونیسي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي، ایران له افغانستان څخه نړیوالو بازارونو ته د نشه يي موادو د قاچاقو اصلي لاره ده او د افغانستان په سلو کې ۳۰ نشه يي مواد د ایران له لارې نړۍ ته قاچاق کېږي.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ویاند حنیف دانشیار ازادي راډیو ته وویل، د ایران په شمول ګاونډي هېوادونه د نشه يي موادو پر وړاندې جدي مبارزه نه کوي او په دې برخه کې شوي هوکړه لیکونه یې هم نه دی عملي کړي.

ده وویل:

"د سیمې هېوادونه د افغانستان نشه يي موادو ته د ټرانزیټ لپاره د امن لاره ده چې په سلو کې څه د پاسه ۳۰ نشه يي مواد یې د ایران له لارې نړۍ ته انتقالېږي، له بده مرغه چې د سیمې هېوادونو په ځانګړې ډول ایران له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې لازم اقدامات نه دي کړي او د دوه اړخېزو او درې اړخېزو تفاهم لیکونو له مخې، له نشه يي موادو سره د د دوی له مبارزې څخه راضي نه یوو."

افغان دولت وايي، ډېری کېمیاوي مواد یا (پري کرسرونه) چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېږي، د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي.

تر دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي وو چې ځیني سیمه ییز هېوادونه افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاقو اصلي لارې دي.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

ښاغلی عبدالله زیاته کړه، دا هېوادونه له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې هېڅ ډول ونډه نه اخلي او ملامتۍ یې د افغانستان پر غاړه ور اچوي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی خالد پښتون وايي، ایران غواړي چې نشه يي مواد د فشار د یوې وسیلې په توګه وکاروي او نړیواله ټولنه د نشه يي موادو د قاچاقو له خطر څخه وډاروي.

خالد پښتون
خالد پښتون

پښتون وویل:

"د افغانستان ډېری نشه يي مواد د ایران له لارې اروپا او امریکا ته قاچاق کېږي. ایران د دې لپاره چې له نړیوالو بندیزونو او فشارونو څخه ځان وژغوري، له نشه يي موادو څخه د فشار د وسیلې په توګه استفاده کوي او غواړي چې نړۍ ته ووايي چې که تاسې بندیزونه لګوۍ، نو ایران به د نشه يي موادو قاچاقو ته اجازه ورکړي. هغه کېمیاوي مواد چې د نشه يي موادو په جوړولو کې کارېږي، د ایران له لارې افغانستان ته قاچاق کېږي او قاچاق کوونکي یې د هیروئینو په جوړولو کې کاروي."

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت د معلوماتو پر اساس، د روان شمسي کال له پیل څخه تر اوسه پورې افغان ځواکونو په لویه کچه کېمیاوي مواد نیولي چې د نشه یي موادو د جوړولو په خاطر له ایران څخه افغانستان ته راوړل کېدل.

ښاغلی پښتون وړاندیز کوي چې ایران له نشه يي موادو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، نو افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د سرحدونو امنیت ټینګ او د کېمیاوي موادو د قاچاقو مخه ونیسي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG