د افغانستان په جنوب کي د ملي اردو چارواکي په هلمند او ځينو نورو ولایتونو کې د افغان پوځ او نړيوالو ځواکونو له خوا د وسله والو د يو شمېر جنګي قوماندانانو وژل کېدل، د خپلې نوې تګلارې برخه يادوي او وایي چې دې چارې له وسله والو د جګړې توان اخيستی دی.
د افغان پوځ د لوی درستيز مرستيال ډګر جنرال عبدالحميد حميد وایي، له هلمند او کندوز وروسته په جنوبي حوزه کې په تازه ترسره کېدونکو عملياتو کې د دولت د وسله والو مخالفینو پر کليدي مشرانو فشارونه زيات شوي او هغوی له منځه وړل کېږي.
جنرال حميد د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې خبریالانو ته وویل چې د همدې فشارونو له امله د وسله والو د رهبرۍ مهم کسان پاکستان ته تللي او هڅه کوي چې له هغه ځايه ترورېستي بريدونه پلان کړي.
دی زیاتوي:
"موږ به دا غټان له منځه وړو، په کندوز کې يې غټ غټ کسان لمنځه ولاړل، په بغلان کې يې والي له منځه ولاړ، په کندوز کې يې د والي معاون له منځه ولاړ، په ترینکوټ کې معاون د والي، په هلمند کې يې والي له منځه ولاړ."
د افغان پوځ دغه درې ستوريز جنرال همداراز وویل چې سږ کال وسله والو د تېر په څېر بيا هم پلان درلود چې په جنوب کې دوه ولایتونه ارزګان او دايکنډي سقوط کړي او ترڅنګ يې ځينې ولسوالۍ ونیسي، خو بريالي نه شول.
نوموړی وایي چې په جنوبي ولایتونو کې د وسله والو ليکې د عايداتي پلوه کمزورې شوي، خو د سيمي ځيني هېوادونه اوس هم وسله وال اکمالوي او په دې توګه غواړي چې د سولي روانو خبرو ته خنډ پېښ کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د جنرال حمید حمید څرګندونو ته عکس العمل نه دي ښودلي.
چارواکي وایي چې نړيوالې ټولنې د افغان پوځ د پياوړتیا لړۍ چټکه کړې او تر دې مهال يې ګڼې پرمختللې جنګي الوتکې چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ورڅخه ګټه اخيستل کېږي، افغان پوځ ته سپارلي او دا لړۍ لاهم روانه ده.
راپور: صادق رښتینی